له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي

له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي.

د طا لبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي.

د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر څنګ یې په دې کې د افغانانو ښه استعدادونه شته چې په بهر کې په بې مانا کارونو بوخت وي.

هغه پر والیانو غږ کړی چې د خلکو ستونزې واوري، دوی ته شته ګواښونه له منځه یوسي او خلک وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.

دغه اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت او اقتصادي بې ثباتۍ له امله زرګونه کسان بهرنیو هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې ډېر کله له سختو لارو تېرېږي او د سر خطر ورته جوړېږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله