له هېواده د بشري او مالي پانګې تېښته  د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو سبب ګرځي

که موږ لږ رياليسټيک فکر وکړو، طالب د بل چا سره ګټلی حکومت شريک کوي؟
زموږ ملي بوديجه ۷۵ فېصده پر خارجي مرستو ولاړه ده، چې اوس ټولې خارجې مرستې بندې شوې، ان څه چې زموږ ملي بوديجې کې وې هغه هم صفر شوې.که فرض کړو طالب هېچاته هېڅ ونه وايي، ټول وبښي او پخوانۍ وظيفې ورکړي، مياشت وروسته به يې معاشات څنګه او له کومه ورکوي؟
د کارمندانو معاش خو پرېږده د خپلو ملایانو معاش او ډوډۍ به څنګه ورکوي؟
موږ او تاسي ټول وینو، چې هره پوسته او هره اکاډمی کې پراته طالبان له لوږې سره مخ دي او کورونو کې یې مېرمن و بچیان دغسي.
د دولتي موټرو تیلو ټانکۍ چې په هر ځای کې ورتشي شوې هملته پرېښي. په ډرایورۍ چې نه پوهېږي له هر ګړنګه یې چې غورځولی هملته شهیدان پراته دي(موټري).
بل طرف ته د مقاومت جبهې به د طالب په وړاندې راپورته کېږي او ورسره به جنګېږي، نړيوال رسميت به نه وي، مرستې به نه وي، بوديجه به نه وي داخل کې به د څو اړخونو سره جنګېږي، کورنۍ جګړې به کرار کرار تر ښارونو را رسېږي بيا به ويني وي، قلتونه او کنډوالې وي.
او طالب که همدا پيل کې هم هر څومره د سړي توب هڅه وکړي، خو بيا به هم خلک پر عادي مسايلو وژني، ځکه د طالب د وژنو پرته بل هېڅ څه نه دي زده.
نظم چېرې دی؟ خدمات چېرې دي؟ سيسټم چېري دی؟ طرحه چېرې ده؟ حکومت چېرې دی؟ خلکو ته د کار زمينه برابرول چېري دي؟
طالب د شرعي نظام غوښتنه کول او هر څه يې پر شريعت برابر غوښتل، خو اوس نه پوهېږي، چې شرعي نظام څه رقم وي؟
لږ شاوخوا وګورئ دوی حکومت جوړولی شي؟ خدمات او کار وړاندې کولای شي؟ نړۍ سره اړيکې جوړولی شي؟
همدا پيل کې هره ورځ په يو نوم و بل نوم خلک ترې وژل کېږي، دا چې وروسته د ننګونو سره نور هم مخ کېږي بيا به يې حالت څنګه وي؟
خلک چې څه ترې غواړي هغه نه منلی شي نه يې کولای شي. اخېر همدا خلک مجبوره کېږي د مقاومت جبهې جوړوي او د طالب په مقابل کې جنګېږي .
يوازې همدا د پیل و تازه خبرونه یې وګوره!
د بیرغ او ازادۍ ورځې په خاطر يې ځينې وژلي و ژوبل کړي، ځينې یې لت و کوب کړي ځينې يې ډارولي او پر ځينو يې ټکان کړي.
طالب که مخکې يوه اندازه کاميابه و په دې خاطر کاميابه و، چې پيری و، ټک یې کاوه تياره کې يې ځانه ورک کاوه اوس خو ميدان ته راووت. ځای او خلک يې ښکاره شول، تعداد يې ښکاره شو، شتون يې حس شو؛ اوس نو د خلاصون، تېښتي او پټېدو هېڅ لار و موقع نه لري.
طالب عمومي عفوه اعلان کړې، خو بيا يې هم ډېری قومندانان او پوځيان بنديان کړي او تر شکنجې یې لاندې کړي.
د دې سربېره؛ اوس ورسره د تورو جامو او تورو پګړو والا غله هم پیدا شوې؛ د طالب په نوم د طالب په جامه کې.
د تورې شپې غل چا نیولی؟
خلک نشي پوهېدلی چې د تورې شپې او څه په رڼا ورځې لوټ مار کوونکي د تورو جامو والا وسلوال غله دي که طالبان؟
کاش ممکنه وای، چې هر څه په معجزوې شکل جوړ شوي وای، خو نه کېږي او دا حقيقت دی.
که زه غلط يم، تاسي فکر وکړﺉ او وواياست ايا د روښانۍ کوم څرک ښکاري؟
د اميد کومه څپه راتلونکې ده؟

وروستي مطالب