مارچ 8, 2021

له هند سره د افغانستان تاریخي لوبه او په لوبه کې بد ریکارډونه

Advertisements

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د بهترینه او افغان لوبډلې د بد ترینه ریکارډونو لیکې خپلې کړې.
په دغه تاریخي سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د دوه اوپنرانو شیکر ډاون او مورلي ویجي په اوپنینګ د سلیزو جوړولو ریکارډ ترڅنګ هندۍ لوبډلې په ستر توپیر سره بریا هم خپله کړه.
هندۍ لوبډلې د افغانستان خلاف په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۴۷۴ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې د توپ هنې په په جریان کې د هندۍ لوبډلې لخوا د نړیوالو ریکارډونو جوړول پیل شول.
افغان لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې د ۱۰۹ منډو جوړولو وروسته وسوځیده، چې په نړیواله کچه په لمړنۍ ټیسټ لوبه کې پنځم مقام کمې منډې جوړې شوې.
جنوبي افریقا په لمړنۍ لوبه کې د انګلستان خلاف د ۸۴ کمو منډو په جوړولو سره لمړی مقام لري، خو ورپسې بنګله دیش د هندوستان خلاف د ۹۱ منډو په جوړولو سره دویم، انګلستان د اسټرالیا لخوا د ۱۰۴ او اسټرالیا بیرته په همدغه میچ کې د ۱۰۸ منډو په سوځیدو دریم او څلورم مقامونه لري.
د هندۍ لوبډلې لخوا په لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالي کې افغان لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې د ۱۰۹ منډو جوړولو وروسته د پاتې ۳۶۱ منډو د پوره کولو او هدف ورکولو په موخه دویم ځل توپ وهنې ته وبلل شوه.
د افغان لوبډلې بیټینګ په دویمه پاڼۍ کې هم د هندي بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی او دا ځل یې د ۱۰۳ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي وبایلل.
د ۱۰۳ منډو په سوځیدو افغانستان په نړیواله کچه د جنوبي افریقا او بنګله دیش وروسته دریم ځای کې شامل شو.
د دغه ریکارډونو ترڅنګ یو شمیر نورې کارنامې هم د افغانستان او هندوستان ترمنځ په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې جوړې شوې.

افغان لوبډله یوازینۍ لوبډله شوه چې د ټیسټ کرکټ سیالیو په تاریخ کې یې ددهندوستان خلاف یوازې ۳۹۹ بالونه ولوبول په داسې حال کې چې له دې وړاندې دغه شمیر هندۍ لوبډلې په ۲۰۰۴ م کال کال کې د اسټرلوۍ لوبډلې خلاف ۵۵۴ بالونه ثبت کړی و.
افغان لوبډله هغه لوبډله وشمیرل شوه چې د ۲۸ او ۳۹ اورونو لوبولو وروسته یې خپل ټول لوبغاړي وبایلل، چې دا د ۵۰ اورونو سیالۍ ته هم نه رسیږي.
افغان لوبډلې د هندۍ لوبډلې خلاف بل بدترینه ریکارډ دا ثبت کړ، چې د ۲۶۲ منډو او پوره یوې پاڼۍ په توپیر سره یې په سیالۍ کې ماته وخوړه، په داسې حال کې چې دغه ریکارډ له دې وړاندې هندوستان د سریلنکا او بنګله دیش خلاف د یوې پاڼۍ او ۲۳۹ منډو په توپیر سره ثبت کړی و.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه سیالي د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د ټکۍ سر وګرځید، چې د ۲ ورځو د پوره کیدو څخه وړاندې ختمه شوه.
په دې سیالۍ کې ۲۴ ویکټې د لوبې په دویمه ورځ وسوځیدې، چې پکې ۲۰ د افغانستان او یوازې ۴ د هندوستان وې.

افغان لوبډله اوس مهال د ۲۰ اوریزه کرکټ یوه بهترینه لوبډله ده، خو ۲۰ اوریزه کرکټ د ټیسټ کرکټ سره زیات توپیر لري.
که افغان کرکټ بورډ په راتلونکې کې د ټیسټ کرکټ لپاره یوه ځانګړې لوبډله ونلري، نو لیرې نه ده، چې د زیاتو لوبډلو خلافذد ورته برخلیک سره مخ شي.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ