مارچ 6, 2021

له هرې تیروتنې او ناکامۍ وروسته باید ۳ ګامونه واخلئ

Advertisements

لیکنه: هینریک
ژباړه: غازي عابد
کله چې غواړئ کار وکړئ، متحرک اوسئ او هلي ځلي کوئ، له تیروتنو، ناکامیو او غورځیدو سره به خامخا مخ کیږئ. دا د ژوند یوه برخه ده چې وخت په وخت او په هر پرمختګ او تغیر کې به تیروتنې او ناکامیانې تجربه کوئ. خو دا ډول حالت که رامنځته کیږي، باید څه ورسره وکړو؟ دلته مې خپلې هغه تجربه راخیستي چې کله زه له داسې حالاتو سره مخ شوی یم، استفاده مې ترې کړي او په وسیله مې له ځنډ، خنډ او بد حالاتو ځان ژغورلی:
۱- د خپل ځان ښه ملګری اوسه.
حتمي ده چې په دې وخت کې به د یوې لنډ‌ې مودې لپاره غوسه ناک او خفه احساس وکړئ. خو دومره هم په مایوسۍ او ماته کې باید ځان ونه غورځوئ، چې ستاسې د لا نورو ماتو لامل شي. دغسې مهال له ځانه پوښتنه وکړئ؛ که چیرته اوس له ما سره مې ملګری، مور، پلار، ورور… وای، څرنګه به یې هڅولم؟ څه به یې راته ویل چې مرسته یې راسره کړی وای او له دې حالاته ووتی وای؟
بیا له ځان سره ووایئ چې ملګري او بل هر څوک که راسره وای، راته به یې ویل چې مه وارخطا کیږه، دوام ورکړه… نو دا چې اوس هغوی نشته او دا خبرې راته هغوی هم کولې، ښه دی چې زه نن د ځان ملګرتیا وکړم او ووایم چې پروا نه کوي، تیروتنې او ناکامي شته او باید مخکې لاړ شم.
۲- دې ناکامۍ کې راته کوم درس او چانس راکړل شو؟
دا ناکامي کله کله وي، هر وخت نه واقع کیږي، خو په دې ناکامۍ کې یو څه شته چې باید زده شي.
دغسې مهال له ځانه پوښتنه وکړه چې له دې ناکامۍ ما څه زده کړل او کوم ډول درس یې راکړ. په دې ډ‌ول سره کولی شو چې د ناکامۍ علت معلوم کړو او هغه خامیانې چې له امله یې ناکامۍ یا اشتبهات رامنځته شوي، هغه باید درک کړو، څو راتلونکې کې مخنیوی وشي.
تر څنګ یې باید خوشبین اوسو او له هر ډول بدبینۍ او ناهیلۍ نه ځان وساتو.
په حقیقت کې هره ناکامي یو درس او زده کړه ده، ځکه ناکامي او تیروتنه انسان تجربه کار، دقیق او ویښووي.
۳- د مخکې تګ لپاره مو کوچنی ګام واخلئ.
له خپله ځانه پوښتنه وکړئ چې بل باید څه وکړئ، څو مخته قدم پورته کړئ. همداراز دغسې مهال باید کوښښ وکړئ، نور داسې واړه ګامونه واخلئ او بیلابیل لارې تعقیب کړئ چې بلاخره د راتلونکو ممکنه ناکامیو مخه ونیسئ او دا ولاړ حالت پای ومومي.
که چیرته موږ له تیروتنې او ناکامۍ وروسته لاس او پښې ونه خوځوو او همداسې غلي پاتې شو، ممکن له لا سختو زیانونو سره مخ شو، خو که چیرته همت ونه بایلو او مخته لاړ شو، خامخا به بریالي کیږو.
بریالي خلک هماغه دي چې له ناکامۍ او تیروتنې وروسته هم کوښښونه کوي او غلی نه پاتې کیږي.

ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ