له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې سفر بنګله‌دېش ته بیا مهالوېش کېږي

دا چې افغانستان کې اوس حکومت د بدلون په حال کې دی او تر ډېره پورې ډېرې ادارې تړلي دي؛ نو ورسره د پاسپورټ او ویزې چارې هم ځنډنۍ شوي دي، دې چارې د افغان له نولس کلنو د کم عمره ملي لوبډلې سفر هم ځنډولی دی.

ځېنې سرچینې وایي چې افغان له نولس کلونو کم عمر کرکټ ملي لوبډله به لومړی پاکستان ته ولاړه شي او له هغه ځای به بیا بنګله‌دېش ته ورسېږي.

تمه وه چې افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره په بنګله‌دېش کې پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ یا فرسټ کلاس لوبه ترسره کړي.

دا لوبې د سپټمبر له ۵ مې تر شلمې په پام کې وې؛ خو دا چې دلته افغانستان کې سیاسي اوضاع بدله ده او د سفرونو پر وړاندې ستونزې دي، ښایي لوبې وروسته شي.

افغان لوبډله باید د اګسټ په ۳۱ مه بنګله‌دېش ته تللې وای؛ خو اوس په دې نېټه نشي کولای ورسېږي.

لوبې د بنګله‌دېش په سېلهېټ سیمه کې ترسره کېږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ هم موافق دی، چې د افغانستان حالت ته په کتو لوبې لږ وروسته شي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مشر حکمت حسن رسنیو ته د ویزو او پروازونو د ستونزو په اړه ټول معلومات ورکړي دي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې د دوی د نولس کلنو لوبډله په سپټمبر میاشت کې لوبې نه لري او که لوبې یوه اوونۍ وروسته هم شي کومه ستونزه نه جوړوي.

 

د افغانستان نولس کلنو لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنه

د نولس کلنو ملي لوبډلې جوړولو لپاره له شاوخوا یو کال راهیسې هڅې روانې دي، وړ لوبغاړو په ننګرهار او کابل کې نږدې څلور تمریني کمپونه ترسره کړل او له دغو کمپونو څخه لوبغاړي په ګوته شوي دي.

خو لا هم د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبو ته کرکټ بورډ نوملړ د رسنیو په واک کې نه دی ورکړی او ښایي ډېر ژر لوبډله په ګوته او واضح شي.

په کمپونو کې په توپ‌وهنه او توپ‌اچونه کې لوبغاړي ښه ځلېدلي دي او کېدای شي د بنګله‌دېش پر وړاندې هم ښې وړتیاوې وښيي.

۲۰۲۰ کال کې د افغان نولس کلنو کم عمره لوبډله سویلي افریقا کې په نړیوال جام کې ولوبېده، چې اووم مقام یې خپل کړ.

په ۲۰۱۸ کې هم دا لوبډله په نیوزیلېنډ کې په نړیوال جام کې لوبېدلې وه، چې څلومر مقام یې ترلاسه کړی و.

 

۲۰۲۲ کې یو ځل بیا نړیوال جام ترسره کېږي، چې د دې جام کوربتوب ویسټ انډیز کوي.

دا چې د ویسټ انډیز پیچونه تېز دي، نو هغه توپوهونکي ډېر مهم دي، چې د تېزو بالرانو ټکوونکي دي.

 

 

وروستي مطالب