فبروري 25, 2021

له نا آشنا او پردیو سره د ملګرتيا ګټې!

ليکنه: نسيمه محمدي
که فکر کوئ چې له ملګرو سره یو ‌ډول او له ناآشناوو سره بل ډول چلند لرئ، نو موږ بیا بل ډول نظر لرو.
له پاتې وګړو سره رویه مو، هر ډول ملګرتیا د تصور خلاف اغېزمنوي.
له پردیو سره په ښه رویه احمق نه ښکارئ، بلکې کټ مټ لکه د یوه باارزښته ملګري غوندې اهمیت ورکړئ، یانې پر وړاندې یې زغم ولرئ، ژر قضاوت مه کوئ او له هغوی سره د جوړجاړي په خاطر پرله‌پسې هڅې وکړئ.
دلته څو دلایل لیکو چې له ناآشنا کسانو سره ملګرتیا مو ولې په ګټه ده:
هغوی چې ارزښت درته لري، بده روحیه مو ور انتقالېږي.
کله کله له بدو او ښو وګړو سره څنګ ته کېدل ممکن ستومانوونکي وي.
کله چې ترافیک ته غوسه شئ له قوانینو سرغړونه کوئ یا په مغازه کې ستاسې د خوښې او ستاسې له لوري پېرودونکی څېز بل کس په بېړه لوټي.
کله ناکله انسانان په خپله نړۍ کې وي چې ښايي له نورو سره د خراب چلند لامل شي.
کله مو چې ناآشنا خلک آزاروي، نو د ملګرو لخوا د دا ډول چلند تکرار ډېر سخت دی، ځکه د داسې ملګرو کړنې اصلاً هماغه ضرر ته ورته دي چې د پردیو لخوا درته رسېدلی دی.
که له داسې پېښې سره مخ شوئ، نو آیا پر وړاندې به یې صبر کوئ او که بد چلند؟
تاسې د نورو کړنې نشئ بدلولائ، خو د خپل غبرګون پر اساس یې بدلولای شئ.
نو که خپل بد چلند د پردیو پر وړاندې نشئ بدلولای، ورو ورو مو هم فردي ژوند ته انتقالېږي او هم د دوستانو او ملګرو ژوند ته.
هغو ته د تر ټولو بدو خویونو څرګندول چې ملګري کېدای مو شي ومنئ، کله چې یوه ملګرتیا پیلوئ، خپل تر ټولو غوره اخلاق څرګندوئ.
کله چې مو دوستان ورو ورو پېژني، بد خویونه مو په آسانه معلوموي، ځکه هغوی نور ستاسې لېواله شوي او منفي کړنې مو جدي نه نیسي.
کله چې له یوه کس سره په لومړي ځل مخامخ کېږئ، حتا یو بد نظر یا بې‌احترامي یې ستاسو ترمنځ د لرېوالي لامل شي.
هېڅکله نه پوهېږئ چې څوک مو په ژوند کې مهم دي، ځکه ټول ملګري یوه ورځ ناآشنا او ناپېژانده وو.
یعنې که له پردیو سره ښه رویه ونه کړئ، ممکن یوه ورځ بیا ورسره مخ شئ او خبرې کول ورسره وغواړئ، چې هغه وخت به نه یوازې پېښمانه/ خجالت یاست، بلکې هېڅکله به مو دوست هم نشي.
منفي‌ګرايي یو عادت دی؛
که شکایت کول مو عادت وي او په غالب ګُمان شاوخوا خلک مو هم دا ځانګړتیاوې لري، نو مهمه نه ده چې کله ناکله د ژوند له ناخوالو سر وټکوئ، خو تکرار او عادت جوړول یې ښه نه دي.
ګیلې مو له دوستانو سره شریکې کړئ، خو ډېر فوکس (تمرکز) مه پرې کوئ، داسې چې منفي‌ګرایي مو د شخصیت یوه برخه شي.
په نورو زړه‌سواندي مرسته درسره کوي چې له ملګرو سره شته اختلافونو ښه مدیریت کړئ؛
هغه کارونه مو نه خوښېږي چې پردي یې ترسره کوي، ممکن له هغوی سره بحث هم پرې وکړئ.
دا ژر ځورېدونکی چلند مو ملګرتیا ته هم لېږدېدای شي، چې بیا به د صبر پرځای یوازې دعوا او جنجال کوئ، خو هڅه وکړئ هغوی چې نه پېژنئ، ښې ځانګړنې یې وګورئ، چې په ملګرتیا کې هم د دې ټکي د څرګندېدو لامل شي او د دوستانو دا مثبت ټکی ستاسې لپاره لا روښانه شي.
هغه وخت به نو د تېروتنو پر ځای د هغوی مهرباني او ښه‌والی سترګو ته درېږي.
ډېر ملګري به ومومئ؛
په پردیو له مهربانۍ سره مو روحیه او افکار داسې وروزئ چې په مثبت اوسېدلو کې درسره مرسته وکړي.
که تر نورو غوره او مثبت شخص یاست، په طبیعي ډول به ډېر ملګري پیدا کړئ.
مثبت او ګټور اوسېدل په دې مانا نه چې قوي شخصیت یا اخلاق ولرئ، بلکې هغه کړنې ترسره کړئ چې د نورو لپاره په زړه‌پورې وي، مثلاً په مېلمستا کې دوه تنه دي، یو یې پراخه تندی او ډېر خوشبین دی، خو بل له ګیلو او شکایت پرته بل څه نه وايي، نو تاسې د کوم یوه په لور ځئ؟ ضرور به د هغو خوا ته ځئ چې نه یې پېژنئ.
همداراز زړه‌سواندي د نویو ملګرو په پیدا کولو کې درسره مرسته کولای شي.