له ماشومتوب تر تنکۍ ځوانۍ پورې بدماشي څنګه وده کوي!


کلي کې مو خپلوان او دوستان دي کله کله راشه درشه ورسره کوو، د دې تر څنګ د ټولنیزو رسنیو له لارې هم ورسره په اړیکه کې یم، تېره ورځ مې یوې خورلڼې زنګ راته وهلی وو، ډېرې خبرې مو وکړې هغې له خپل تنکي ځوان ورور څخه شکایت کاوه، وای هره ورځ په ښوونځي کي جګړه کوي هر وخت یا ده وهل خوړلي وي، یا یې نورو ته وهل ورکړي وي، همیشه یې باید خبره ومنل شي که ونه منل شي ستونزه جوړوي او دا ددې لامل ګرځي چې خبره تر وهلو ټکولو ورسیږي، خلاصه دا چې ډېر افسوس یې راسره وکړ، زه په دې فکر کې شوم چې داسې مسایل ولې رامینځته کیږي او یو تنکی ځوان ولې بدماشۍ او جګړې ته مخه کوي؟
همدا موضوع مو له ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره شاربلې راځئ راسره ویې لولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد هیله لرم چې روغ جوړ به یاست او ورځ به مو پخیر پیل کړې وي، په لومړیو کې غواړم وپوښتم چې په تنکیو ځوانانو کې بدماشي څه ده؟
امرخېل: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته! هیله مند یم چې روغ او جوړ به یاست، بدماشي د ماشوم توب د پړاو هغه غوښتنې، احساسات او هیجانونه دي چې پر همغه مهال پوره او تش شوي نه دي، په دې مانا چې د ماشوم خبره نده اورېدل شوې، بلکې د خبره یې په ډېره بده رویه رد شوې، د ژړا پر مهال ورته ویل شوي نور ونه ژاړې او غوښتنو ته یې تل منفي ځواب ورکړل شوی، همدا غوټې د ماشوم دننه کې همداسې پاتي دي. اوس چې کله ځوان ویني چې د نورو غوښتنې پوره کیږي، خبرې یې اورېدل کیږي او پرېکړو کې ونډه ورکول کیږي یو ناڅاپه یې هماغه عقدې راپاریږي او یو ناڅاپه تاوتریخوالي، جګړې او بدماشیو ته مخه کوي او بدماشي له همدې ځایه سرچینه اخلي.

پوپلزۍ: استاد په ځوانانو کې د بدماشۍ لاملونه څه دي؟
امرخېل: څو لوی لاملونه شتون لري چې په نویو ځوانانو کې بدماشۍ ته لار هواروي لومړی له هغو په اوسني عصر کې پر ګېم او سکرین باندې د نویو ځوانانو روږدتیا ده، دا مسئله له دوو اړخونو د پام وړ ده لومړی دا چې ماشوم له جنګي فلمونو او ګېمونو څخه په مستقیم ډول پرخاش او ورانکاري زده کوي او هغه څه چې هلته ترسره کیږي بهر یې تجربه کوي، همدا ورو ورو د خوند سبب شي او د ماشوم د عادي چلند برخه شي. له بلې خوا ماشوم په ګېم او سکرین کې د ډېرې بوختیا له امله د درس ویلو حوصله له لاسه ورکوي او کله چې موروپلار یا د کورنۍ نور غړي فشار پرې راوړي، دی ضد کوي او ورو ورو مسله په تاوتریخوالي اوړي دا چې ماشوم هره ورځ ترخې خبرې اوري یا وهل او ټکول کیږي نو ښوونځي کې خپله حوصله له لاسه ورکوي همدا دې ته لار هواروي چې ماشوم قلدوری او بدماشئ ته مخه کړي. بل لامل یې د ماشوم له لوري د خوند د سرچینو نه پېژندل دي د بېلګې په ډول یو ماشوم بل ماشوم ته ښکنځلې کوي یا یې ډبوي همدا ددې لامل ګرځي چې ماشوم د موروپلار له هڅونې خوند واخلي، کله چې همدا هڅونې دوام پیدا کوي نو ورو ورو د ماشوم په دننه کې د خوند د یوې سرچینې په توګه ظاهریږي، ماشوم د نورو له وهلو او کنځلو خوند اخلي او دا کرار کراره په ضدي بدماشیو اوړي.
درېیم لامل یې د نویو ځوانانو افراطي اقتصادي سپورټ دی، هرکله چې یو نوی ځوان ډېرې پیسې ولري حتما یې شاوخواته داسې کسان راټولیږي چې ګټنه ورڅخه کوي او دا دې ته لار هواروي چې یو نوی ځوان د قدرت احساس وکړي او همدې وړتیا څخه ناوړه ګټه تر لاسه کړي او تر لاس لاندې کسانو باندې نور کسان ووهي او یا یې وډار کړي.
ددې تر څنګ په کورنیو کې خپل مینځي ناخوالې او تاوتریخوالی، د عاطفي ملاتړ نه شتون، کورنۍ کې د عقده مندو کسانو شتون او جنټیکي حساسیتونه ددې لامل کېږي چې ماشومان بدماشۍ ته مخه کړي.

پوپلزۍ: په تنکیو ځوانانو کې د بدماشي ستونزه ارثي بڼه لري او که چاپېریالي ده؟
امرخېل: باید ووایم چې دواړه رول لري او په دې اړوند څېړنې ښیي چې ددې واړو فاکټورونو سلنه لا هم جوته شوې نده، ټولو څېړنو کې کله د چاپېریال او کله د ارث تله درنه وي، خو ډېری څېړنې بیا ښیي چې چاپریال د یوه بدماش په روزلو کې غوښن رول لوبوي.

پوپلزۍ: ځوانانو ته بدماشي کول کوم ځانکړی خوند لري؟
امرخېل: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه بدماشي د ماشوم لپاره د خوند سرچینه ګرځېدای شي، ځکه هغه خوند چې د ماشوم توب پر مهال یې د وړو بدماش ډوله کړنو د تشویق پر مهال اخیسته اوس دوام ورکوي او دا ددې لامل ګرځي چې ماشوم خپلې هماغه بدماش ډوله کړنې ورو ورو لویې کړي. دا یو ډول روږدتیا هم کېدای شي ځکه کله چې یې وړې ناسمې کړنې هڅول کیږي همدا خوند څو ورځې وروسته له همدې کړنې څخه لاسته نه راځي، نو طبعا چې یاده کړنه به سختوي او دا به ورو ورو په لویو ناسمو کړنو اوړي.

پوپلزۍ: استاد ايا دا خوی، دوی ته د ماشومتوب څخه پاتې شوی؟
امرخېل: هو! ډېرځله بدماشي له ماشومتوبه پیلیږي نوې ځوانۍ کې زور اخلي او ځوانۍ کې بیا اوج ته رسیږي.

پوپلزۍ: استاد ايا دا اروایي ستونزه هم کېدای شي.
امرخېل: بلې! هغه تنکي ځوانان چې بدماشي کوي ښایي د مقابلوې نافرمانۍ په نوم یوه ګډوډي ولري چې دا اروایي ګډوډي هم ډېرځله چاپېریالي ریښه لري، ددې ګډوډۍ پر مهال کس د لویانو خبرو ته غوږ نه ږدي، ډېر بحث کوي، د نورو په خبرو کې ورلویږي، ډېر دلیل وایي، د هیچا خبره هم نه مني او تل د لویانو د لاښوونو خلاف مخته ځي، د APA د اروایي ګډوډیو د تشخیص په پینځم لارښود DSM-5 کې یاده ګډوډۍ یوه اروایي ګډوډي ګڼل شوې چې معمولا له ۱۳ کلنۍ راپیلیږي، خو ښایي هغه کسان چې بدماشي کوي دا ګډوډي ونه لري.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست د دې ستونزې د حل لار څه ده؟
امرخېل: په لومړیو کې باید ووایم چې د درملنې پر ځای که ددې ستونزې مخنیوی وشي نو دا به ښه پایله به ولري، د مخنیوي په پار د ماشوم ښکنځلې، د هغه له لوري په نورو ماشومانو برید کول، پر نورو ماشومانو تېری، د نورو حقوق تر پښو لاندې کول او بې ځایه مشاجرې باید تشویق نشی بلکې پر وړاندې یې په نرمه لهجه خبرې ورسره وشي او اصلاحي پروګرامونه ورته جوړ شي، له بلې خوا باید ماشوم له خشنو وسایلو لرې وساتو د بېلګې په ډول ماشوم ته د لوبو تفنګچه، توپک، توره او نور وانه خلو ځکه همدا یې ذهن کې کېني او راتلونکي کې خپل خیالات په رښتیا اړوي.
د حللارو په اړوند یې باید ووایم چې د تنکۍ ځوانۍ پړاو د ارواپوهانو په اند د انفجار پړاو دی او پر دې مهال سخت او تند چلند د ستونزې د حل پر ځای یاده ستونزه نوره هم بدتره کوي او ددې لامل ګرځي چې میندې او پلرونه ناخبره د خپلو اولادو بدماشي تقویه کړي، له همدې امله باید له اړوند کسانو سره په یوازې ډول خبرې وشي، ناوړه کړنې یې وننګول شي، د ټولنۍ له اکثریت وګړو سره یې کړنې پرتله شي، یوازې ناسمې کړنې یې محکومې شي نه دا چې ټول شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راشي تر څو اړوند کس پخپله وپوهیږي چې کوم څه سم او کوم ناسم دي. د دې تر څنګ اړوند کس ته ارزښت ورکول، د کورنۍ په پرېکړو کې د هغه سهیمول، عاطفي تشې یې ور ډکول او د هغه د مسلمو اړتیاوو پوره کول هم ددې ستونزې په له منځه وړلو او مخنیوي کې غوښن رول لوبولای شي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.

امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.