فبروري 27, 2021

نوې څېړنه: سرطان مو نه وژني، خو له سرطان څخه ویره مو وژني !

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
کیسه کوي چې پخوا وختونو کې یو سړی په یوه ځنګله کې روان وو، ناڅاپه د یوه ګیدړ له حملې سره مخ شو، نو سړي د خپلې امسا په زور ګیدړ په زوره زوره وواهه او کیسه یې ورحتمه کړه. سړي د ګیدړ څرمنه خوښه شوه او راپه اوږه یې کړ، کلي ته په رارسیدو چې خلکو سړی ولیدو حیران شول او ورغږ یې کړ چې پړانګ یې وژلی، سړي چې د خلکو خبرې واوریدې، نو پښې یې سستې شوې او بی هوښه شو، کلیوالو یې پرې اوبه وشیندلې او سړی په هوش راغی، خلکو ترې وپوښتل څنګه وتوانیدلې چې پړانګ دی وواژه؟
سړي وویل ما فکر وکړ چې دا ګیدړ دی او که زه خبر وای چې دا پړانګ دی، شاید د هغې پرځای زه د مرګ میلمه شوی وای؛ نو په خلکو یې غږ وکړ چې هر مشکل که د زمري په څېر هم وي د ګیدړ په سترګه ورته وګورئ.
اوس د لندن کالج پوهنتون څېړونکو په خپلو نویو څیړنو کې موندلې چې سرطان ناروغي انسان نه وژني، خو له سرطان ناروغۍ څخه وېره او ډار انسان وژني.
یاده څيړنه چې ((British Medical Journal)) ژورنال کې خپره شوې ثابته کړې په هر کار کې وېره او اندیښنه انسان له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شي او زیاتوي سرطان ناروغي د مرګ لامل نه دی مګر په دې ناروغۍ اخته کسان د مرګ له ویرې د مرګ کندې ته غورځي.
د څیړونکو په باور وېره او ډار مو په ډيرو نورو ناروغیو لکه په د وینې لوړ فشار، د زړه حمله او داسې نورو اخته کوي.
څیړنه کاږي؛ دسرطان ناروغۍ او وېرې تر منځ کومه اړیکه شتون نه لري، مګر د دې دواړو یوځای کیدل بیا انسان په مرګ ګواښي.
د یادولو وړ ده چې کامیابي او ناکامي په هر کار کې د انسان سره مله ده، خو پوهان وایي، هغه ویره چې د ناکامۍ مخکې ستاسو په زړه کې پيدا کیږي، د هغو زهرو په څير دي چې ستاسې وجود فلجوي، دوی ټینګار کوي که سل ځلې مو د (نه) غږ واوریدو امکان لري په یو سلو او یوم ځل د (هو) غږ واورئ چې د وجود ستړیا به مو له منځه ولاړه شي او ورته په طمعه شئ.