له دښمن نه، بلکې د هغه چا له دوستۍ  وډار شه چې د ښه والي تمثيل کوي

له يو بل سره اړيکې پالل د بشريت اړتيا ده، چې پرته له دې اړيکو انسانان نيمګړی او د ستونزو ښکار کيدای شي.
دا ډول اړيکې لکه د سکې مخ دوه اړخونه لري، چې د دوستۍ او دوښمنۍ نوم ورکولاى شو.
موږ معمولا داسې فطرت لرو، چې هغه کسان راته ارزښت لري، چې په ظاهر راسره خاندي او زموږ ستاينه کوي، چې دا ډول کسان راته ګران هم وي، خو په اصل کې داسې نه ده.
موږ د چا په ظاهر پرطکړه کوو، خو د يو چا د اصليت د پيژندلو او د دوست د ټاکلو لپاره کوم حد نه  لرو.
دا ډول خلک هغه ګونګې، کلکې او مهلکې ضربې راکولاى شي، چې هېڅکله يې موږ تمه نه لرو.
 اوس پوښتنه داده، چې څنګه دا ډول کسان وپيژنو!؟
۱: يو ځل د خپلو شا او خوا اړيکو او کسانو د تمې خلاف کار تر سره کړئ، چې په دې سره به تاسو ته  دډېرى خلکو اصلي څطرې ښکاره شي.
۲: د خپلو ځينو منفي عادتونو او خويونو په اړه، چې تاسو يې په خپل ځان کې وينئ وپوښتئ، که يې درته په مودبانه انداز وويل او د حللاره يې در وښوده، پو شئ چې ملګرتيا مو ياورې ده.
۳: کله نا کله د خپلو رقيبانو يادونه او ستاينه هم کوئ، که يې په مقابل لوري منفي اغطز وکړ او عکس العمل يې وښود نو دا ملګرتيا د تضاد له مخې دوام لري.
په پاى کې هم دا، چې د فرانسې د پاچاه دا خبره هم ياد ساتئ
 خدايه ما مې د دوستانو له شره په امن کې ساته، د دوښمنانو غم مې زه پخپله خورم.