له خپګانه د خلاصون ۱۰ لارې

۱- تر یو څو ساعتونو ډېر په کور کې مه کېنئ.
۲-د اړینو پرېکړو پر وخت له نورو سره مشوره وکړئ.
۳-سهار چې له خوبه پاڅېدلئ، که مو حوصله هم نه درلوده، هرومرو ولامبئ.
۴- د هر ډول مخدره توکو کارونه بنده کړئ.
۵- که مو اشتها خرابه شوې یا بیخي نشته، ځان د هر شي خوړلو ته مه اړ کوئ. پر ځای یې داسې څه وخورئ چې وړې وړې مړۍ ترې وکړی شئ؛ لکه غوزان/چهارمغز، پنیر، ډوډۍ.
۶-له وړو او غټو ، مهو او نامهمو موضوعاتو؛ اړین شیان ترې یاداښت کړئ.
۷- که د شپې له خوبه بېرته راویښېدلئ، له ځایه پورته شئ، خواله رسنئ مه کاروئ؛ خو خوندور کتاب مطالعه کړئ.
۸- هره ورځ لږ تر لږه ۲۰ دقیقې پلی تګ وکړئ؛ ځکه پلی تګ مو پام بدلوي او له طبیعته د خوند اخیستو تر څنګ د هر ډول کسانو او ښکارندو په لیدو د خوښۍ احساس کوئ.
۹- استراحت وکړئ. که هر څومره اړین کارونه مو هم درلودل، بیا هم ستاسو ځان تر هغو اړین دی. باید د دمې او استراحت لپاره وخت ځانګړی کړئ.
۱۰- هره ورځ له یو څو کسانو سره خبرې وکړئ. ملګرو سره بنډارونه جوړ او اړیکې مو وپالئ. دا هغه څه دي چې ستاسو اروايي حالت بېرته مخکیني حالت ته راستنوي.
۱۱- د غوسې پر مهال ژر در یاد کړئ چې باید وخاندئ. که څه هم تاسو ته به ځان ښه ښکاره نشي؛ خو دا هغه تګلاره ده چې ډېر ژر ستاسو ذهني ناوړه حالت رغوي.
۱۲- خپل ظاهري حالت ته ورسئ او ځان په مناسبه بڼه سینګار کړئ.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ