له خپل ذهن سره اړیکه ټینګول مو د پیاوړتیا سبب کیږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
کله چې وزګار یاست او د ارامۍ احساس کوئ، په یو ځانګړي ځای کې یوازې کېنه، سترګې پټې کړه او یوه ښکلې منظره دې په ذهن کې مجسمه کړه، وروسته فکر وکړه چې یو کس ستا پر لوري را روان دی، کله چې دا کس تا ته نږدې راځي ګورې چې دا ته خپله یې، په داسې حال کې چې دغه کس به له تا سره ډېر توپیر لري. ته یو خوشال او ارام کس یې او ستا په ذهن کې انځور شوی کس ستا خپل انځور دی. له هغه سره خبرې پیل کړه او په هغه څه کې چې ته ستونزه لرې له هغه یې وپوښته، ځواب ته یې په پوره دقت سره غوږ شه، هڅه مه کوه چې په یوه جلسه کې ور څخه زیاتې پوښتنې وکړې، یوه او یا دوه پوښتنې کافي دي. کله دې چې پوښتنې ځواب شوې له تصویر کړي کس څخه مننه وکړه او هڅه وکړه چې ورو ورو خپل اصلي حالت ته را وګرځې.
هڅه وکړه که وکولای شې په اونۍ کې یوه ورځ هم له خپل ذهن سره اړیکه ټینګه کړې؛ ځکه دغه اړیکه کولی شي چې ته لا نور هم پیاوړی شې، د دې لپاره چې هر ډول ستونزمنې پوښتنې ته دې ځواب ویلای وي لومړۍ یې له ځانه وپوښته.
لیکل هم له خپل ذهن سره د اړیکې یوه بله لاره ده؛ هغه وخت چې دې طبعیت جوړ وي او د ارامۍ احساس کوې، له ځانه د ځینو ستونزو په اړه پوښتنه وکړه، بې له ځنډه لومړی ځواب درسره ولیکه او ذهن ته دې اجازه مه ورکوه چې د بل څه په اړه فکر وکړي.
“د ارواپوهنې له نظره، د انسان ذهن د هغه اروايي ماشینري یوه داسې برخه ده چې تل فعاله وي. ارواپوهان زیاتوي، تاسې چې د خوب پر مهال کوم خوبونه وینئ، دا د ذهن د بیدارۍ دلیل دی.
دا چې د انسان ذهن یا روان چېرته دي؟ ایا کولی شو هغه په سترګو ووینو او یا یې په لاسونو لمس کړو؟ د دې پوښتنو ځواب «نه» دی.
دا ځکه چې موږ په مستقیم ډول نه شو کولی د انسان ذهن او روان ته لاسرسی ولرو، په دې اساس ارواپوهان د انسان ذهن او روان د هغه د بهرنیو غبرګونونو او چلندونو له مخې تر مطالعې لاندې نیسي. ذهن او روان بېلابېلې برخې لري، لکه شعور، لا شعور، حافظې او مختلفې ذهني عملیې لکه تفکر، تخیل، تعقل، احساس، ادراک او نور په په خپله لمن کې رانغاړي.” د مصطفی صفا د لیکنې یوه برخه.




وروستي مطالب