له خپل خاوند او مېرمنې سره بد چلند مه کوئ!

له خپل/ې خاوند/مېرمنې سره مو چلند ستاسو پر ګډې اړيکې په مستقیم ډول اغیز لري. ځکه چې کله کله د ځينو کلمو په ويلو سره کولائ شئ چې خپله اړيکه له خپل خاوند او يا مېرمنې سره پيکه او يا له منځه یوسئ. کېدای شي احساس مو کړی وي چې ځينې خبرې پر انسان ډېره بده اغېزه کوي او انسان ډېر دردوي.
ځينې خبرې انسان له دننه نه خوري او کلونه کلونه د انسان په حافظه کې پاتې کېږي. په نړۍ کې داسې ډېر خلک شته چې خپلو خبرو ته پام نه کوي او نه پوهېږي چې خبرې یې په مقابل لوري څومره ناوړه اغېزه کوي، په اسانۍ سره هره خبره پر شونډو راولي او ورته هېڅ ارزښت نه لري چې بدې خبرې یې په مقابل لوري بدې ولګېږي او که ښې به ولګېږي.
حیرانونکې ده چې ښې خبرې برعکس کولای شي چې د مینې د زياتېدو لامل شي او ستاسو خاوند او يا مېرمنې په زړه کې تاسو ته د مینې ځاله جوړه کړي او له خوښيو ډک ژوند ولرئ‌. نو ولې کرکه وکړو او ولې پر خپلو خبرو نور وځوروو؟ ولې د کرکې نه ډکو خبرو پر ځای ښې او له مينې نه ډکې خبرې ونه کړو؟
د پورتنیو مسایلو ترڅنګ د ښځې او خاوند ترمنځ هم ځينې خبرې شته چې ويل یې د هغوی د اړيکې د له منځه تللو لامل کېږي. کېدای شي د هغوی پام خپلو خبرو ته نه وي او فکر وکړي چې خبرې یې هغومره اغېزناکه نه دي او په غیر ارادي ډول خپل خاوند او يا مېرمنې ته هر ډول کلمات وکاروي. کېدای شي خاوند او يا مېرمن مو ستاسو خبرې هېرې کړي او يا هم ستاسو خبرو ته غبرګون ونه ښيي خو که خپلو بدو خبرو ته همداسې دوام ورکړئ کېدای شي د هغه/ې په زړه کې درته کرکه پيدا شي او د وخت په تېرېدو همدا کرکه ستاسو د اړيکې د پيکه کېدو او يا هم ستاسو د بېلتون لامل شي.
کله چې خپل خاوند او يا مېرمنې ته يوه بده خبره کوئ د دې امکان شته چې ستاسو د خبرې اغېز دومره ډېر وي چې په بخښنې غوښتلو سره هغه ستاسو دغه خبره هېره نه کړي، د تل لپاره یې په زړه کې پاتې شي او له تاسو نه لرې والی غوره کړي.
په ډېرې خواشينۍ سره چې انسان د خپل ژوند سختې شېبې په اسانۍ سره نه شي هېرولای، ځکه څېړنې دا ښيي چې که پر يوې بدې خبرې کلونه هم تېر شي بیا هم د هغې خبرې له امله رامنځته شوی خپګان هېڅکله له منځه نه ځي. هغه يو متل دی چې وايي: “د تورې ټپ به جوړ شي خو د ژبې نه”
کېدای شي ځينې خلک مو لیدلي وي چې تل د يو چا بده خبره يادوي او د هغې بدې خبرې له بدې اغېزو کړېږي، کېدای شي چې دغه تن کلونه وړاندې دغه خبره اورېدلې وي خو بده اغېزه یې بیا هم هغومره ورته نوې وي لکه همدا پرون یې چې دغه بده خبره اورېدلې وي.
نو هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا ټولو خلکو ته په ځانګړي ډول خپل خاوند او يا خپلې مېرمنې ته بدې خبرې ونه کړئ او زړه یې وساتئ! د انسان زړه د ښيښې په څېر دی او که يو ځل مات شي بیا نه جوړېږي. د نورو زړونه وساتئ اړيکې مو پراخه کړئ او له خپل خاوند او یا خپلې مېرمنې سره له خوښۍ ډک ژوند جوړ کړئ.

وروستي مطالب