مارچ 7, 2021

له خوښیو ډک ژوند د ټولو هیله؛ ورته د رسیدو لپاره دا ولولئ

Advertisements

ژباړه: حمیدالله حمیدي
هر څوک چې په طبیعت کې ګرځي، په یو ډول نه یو ډول له خپل خدای پاک سره رازو نیاز کوي، له خدای پاکه د مرستې غوښتنه کوي او ترې غواړي چې:
خدایه پاکه! که ته سمه لاره را وښیې او د تکامل په خوا مې بوځې، اندېښنې او روحي زخمونه مې ټکور کړې، غم او اندېښنې مې لرې کړې، په ژوند کې راسره مرسته وکړې او د روغتیا له نعمته مې برخمن کړې.
له لویه نیولې تر واړه ټول انسانان په خپل ذهن کې هیلې لري چې غواړي ورته ورسېږي؛ دغه هیلې تر هغه وخته نه را برسېره کیږي څو په ارامه فضا کې پرې فکر ونه کړئ. د دغه کار لپاره باید له خپله کوره او کورنۍ لرې یوه ځانګړي طبیعت ته پناه یوسئ، تر څو په یوه لوی کهکشان کې خپل ځانګړی ځای پیدا کړئ. د فکر د داخلي برخې د پاکولو او روښانه کولو لپاره یو هم بهر ته وتل او په پاک طبیعت کې ګرځېدل دي. له همدې دوو لارو کولای شئ په نړۍ کې خپل اصلي ځای پیدا کړئ، خپلې د ضعف نقطې پیدا کړئ او د جوړولو لپاره یې حللارې ولټوئ. کله چې په یوه شنه ځنګل او یا هم د سیند پر غاړه یوازې اوسئ، له خپل وجوده یو ډول نا اشنا غږونه اورئ چې تاسو دې ته اړ کوي تر څو د هغو سوالونو په اړه فکر وکړئ لکه زه په رښتیا څه ډول کس یم؟ په دې نړۍ کې مې دنده څه ده؟ څنګه کولای شم داخلي زخمونه مې ټکور کړم او څنګه کولی شم خپل اصلي وجود ته مې لاره پیدا کړم؟.
د دې ډول پوښتنو په اړه فکر کول مو اړ کوي تر څو په ژوند کې یو نوی سفر وکړئ، پخواني منسوخ شوي رواجونه شا ته پرېږدئ او غواړئ ځان مو پر یوه نوي او نوښتګر شخصیت بدل کړئ، داسې فکر کوئ چې ګواکې همدا اوس زېږیدلي یاست او د خپل خدای پاک پر لور ورګرځئ.
هغه بدلونه، لکه واده کول، د ندې بدلول او یا نور یې چې په ژوند کې راځي، سازش ورسره وکړي.
د ژوند پر اصلي مفهوم او معنا باندې باید پوه شي.
خپل ځان او خپل اصلیت وپېژني.
خپلې فردي وړتیاوې وپېژني.
او تل داسې فکر وکړي چې خدای پاک له ما سره دی.
هر انسان کولای شي له ځان سره جوړجاړی وکړي، خپلې نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د حل لپاره یې ورته لارې پیدا کړي. په دې کار سره ډېر ژر کولای شئ خپل ځان وپېژنئ او پر خدای پاک باندې توکل وکړئ، ځان ورته وسپارئ او مخ پر وړاندې ولاړ شئ.
فکر وکړئ چې وخت په یوه لنډ طبیعت کې مخ پرو وړاندې ځي، همدا ټکی تاسو ته ذهني او فکري سکون درکوي. مه هېروئ همدا “سکون او ارامي” هغه قدرت دی چې په وسیله یې کولای شو هغه څه ته ورسېږو چې هیله یې لرو.
همدغه حالت کولای شي ورو ورو ستاسو ذهن له پوچو او بې معنا فکرونو څخه پاک کړي او داسې یوه حالت ته مو بیایي چې بیا به د یوه قاضي غوندې د خپل ځان په اړه خپله قضاوت کوئ. ډېر ژر به پوه شئ چې تاسو څوک یاست، د څه لپاره نړۍ ته راغلي یاست او د ژوند وروستی مقصد مو څه دی؛ ډېر به مو اورېدلي وي چې وایي د خدای پاک په قدرتونو کې فکر کول غوره عبادت دی.
طبیعت لکه د اینې په شان عمل کوي، هر هغه څه مو چې په ذهن کې را وګرځي، په شفاف او سم ډول یې تاسو ته هم ښکاره کوي.
تر ټولو لومړی باید یوازې د طبیعت پر لور ولاړ شئ او له ځان سره خلوت او خبرې وکړئ، په دې وخت کې مو ذهن له بېکاره او پوچو فکرونو پاکېږي او ورو ورو مو د خپل وجود ځانګړي غږونه اورئ. کله چې وتوانېدئ چې په طبیعت کې څنګه ذهني خالیګا پیدا کړئ او خپل ځان په اصلي ډول وپېژنئ.
په پوره هیلي او قدرت سره خپل ژوند ته را وګرځئ، په ارام ذهن له سکونه په ډک زړه او له پوره خوښیو سر مو د خپلې کورنۍ او دوستانو په خوا کې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړئ؛ یعنې په ټوله کې به داسې احساس پیدا کړئ چې په ناخود اګاه ډول مو ټولو مثبتو غوښتنو ته رسېدلي یاست.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ