له بې وارثه دلیپ کمار څخه شپږ میلیارډه هندۍ روپۍ شتمني پاتې شوه

د بالیووډ نړۍ پیاوړی او مخکښ اداکار دلیپ کمار چې اصلي نوم یې محمد یوسف خان و، د ۹۸ کلونو په عمر د ۲۰۲۱م  د جولای په ۷ نېټه ومړ.
هغه د بالیووډ یو له مخکښو او پخوانیو اداکارانو څخه شمېرل کېده، چې له ډېرې مودې څخه ناروغ و.
د بالیووډ نړۍ دا ستر ستوری په ۱۹۲۲م  کې په پېښور کې زېږېدلی و، او په ۱۹۴۴ کال کې فلمونو ته راغی، چې خپل نوم یې له یوسف خان څخه په دلیپ کمار بدل کړ.
دلیپ د ۵ لسیزو په موده کې په ۶۵ فلمونو کې کار وکړ، چې په نړیواله کچه د شهرت خاوند شو.
دلیپ په خټه پښتون و، او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په دې اړه وایي: کله مې چې د دلیپ کمار د کلیزې مبارکي ورکړه، نو هغه راڅخه منننه په پښتو ژبه وکړه.
یوې هندي رسنۍ له دلیپ کومار څخه د پاتې شتمنۍ په اړه داسې راپور ورکړی دی، چې نوموړی څخه شاوخوا ۸۵ میلیونه امریکایي ډالره شتمني پاتې شوه.
د دې راپور په حواله که چېرته یادې پيسې هندي روپيو ته واړول شي، نو ۶ میلیارده او ۳۴۰ میلیونه هندۍ روپۍ کېږي.


کمار په ۱۹۵۰ لسیزه کې د خپل وخت یوازينی اداکار و، چې په یو فلم کې به یې د کار کولو تر ۱۰ زرو زیاتې روپۍ اخیستې.
د دلیپ کمار او سایره بانو د ګډ ژوند هېڅ وارث پیدا نشو، او د دلیپ کمار له مرګ وروسته یې ټوله شتمنی اوس په ښځې پورې اړوند کېږي.
که څه هم دلیپ کمار او مېرمن یې سایره بانو ډېر شتمنی درلوده، خو ساده ژوند یې کاوه.
د دلیپ کمار پر مړینه د بالیووډ مخکښو اداکارانو خواشیني وښودله، او دا یې د هندۍ سینما لپاره یوه ستره ضایع وبلله.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر نور د بالیووډ مینه والو هم د دلیپ کمار په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

 

وروستي مطالب