خواړه روغه سټه

له بانجانو د چپس پخولو طریقه؛ هغوی چې شکر لري د کچالو پر ځای دې دا چپس وخوري

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

د کچالو چپس سر بیره به مو د نورو خوراکي توکو چپس خوړلي وي. هغه کسان چې د شکر ناروغي لري د کچالو چپس ورته ښه نه دی. همدارنګه داکتران وايي هغه میرمنې چې امیندواره وي، باید د کچالو چپس ونه کاروې، امکان لري مور په دا وخت کې د شکر په ناروغۍ اخته شي.

باید ووایو هغه شمیر خلک چې غواړي کم وزن ولري، هغوی ته هم د کچالو چپس تاوان لري.

کچالو په خپل ځای ډیر ګټې هم لري، خو دلته موږ د هغو کسانو لپاره چې چپس یې خوښیږي خو ورته ښه نه دي یا هم هغه خلک چې یوازې د کچالو چپس خوري نن ورته د بانجانو چپس د پخولو طریقه هم ور زده کوو.

تور بانجان یو له هغو سبزیجاتو څخه دي چې د کال په هر موسم کې پیدا کیږي. توربانجان د ښه خوند سربیره بې شمیره روغتیايي ګټې هم لري چې انسان له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

د تور بانجانو چپس د اړتیاوړ مواد:
۴ دانې توربانجان


۲ ګیلاسه اوړه
۲ دانې د چرګې هګۍ
مالګه، وچ نعناع او سره مرچ د اړتیا په اندازه او د اړتیا وړ غوړي.

د پخولو طریقه:
بانجان پاک کړئ، د عادي چپسو په شکل یې ټوټه کړئ، مګرلږ پلن، پلن یې ټوټه کړئ.

اوس وړه، مالګه، وچ نعناع او سره مرچ یو له بل سره یو ځای یا مخلوط کړئ. بیا د هګۍ سپین او ژړ په بل لوښې کې مکس کړئ. هرکله چې مو ټول مواد تیار شول، بیا غوړي په ګړیچه، هرکاره، (ختم پزي) یا هر هغه چې تاسو د چپسو پخولو لپاره کاروئ هغه کې واچوئ اور ورپسې بل کړئ چې غوړي ښه ګرم شي.

یوه یادونه دلته کول غواړم هغه دا ده چې تاسې هر خواړه چې پخوئ نو غوړي ورته ښه سره کوئ ځکه دا د خوړو نښتلو مخنیوی کوي.

اوس نو غوړي ښه سره شوي دي، اول یو، یو بانجان د هګۍ په مخلوط کې وهئ بیا هغه مکس شوي مواد چې وړه، مالګه، وچ نعناع او سره مرچ دي په دې کې داسې سره یوځای کړئ چې د بانجان ټولې برخې ونیسي، بیا یې سره شویو غوړو ته واچوئ چې سره شي. د معمولي چپس په څیر یې له پخیدو ورسته په کاغذ باندې واچوئ بیا په مشقابونو کې له تازه ترکارۍ سره ډیزاین ورکړئ دا چپس تیار دي کولی شئ اوس یی نوش جان کړئ.
یادونه: که د پاسه پرې بیا چکه واچوئ او ویې خورئ، مزه به یې لا زیاته شي.


ښه اشتیا ولرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران