افغانستان سرسکالو سیاست

له افغانستان د چین لس تنه جاسوسان وایستل شول

لیکنه: عاقله اسد

امریکايي رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت له خپلې خاورې ۱۰ چینايي جاسوسان ایستلي دي.

د انټیل نیوز د راپور له مخې، د افغانستان حکومت دا لس تنه تېره میاشت نیولي وو او په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې هغوی له طالبانو سره اړیکې لري.

د دغو کسانو له نیول کېدو سره هم مهاله امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ته څرګنده شوې چې چین په افغانستان کې پر امریکایانو د حملو لپاره وسله والو طالبانو ته د جایزې په توګه پیسې ورکړي دي.

په دې هکله له سپینې ماڼۍ سره په وروستیو ورځو کې د امریکا استخباراتي چارواکو خپل معلومات شریک کړل.

ګڼو هندي رسنیو تېره میاشت ویلي و چې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د دسمبر په لسمه په کابل کې ۱۰ چینايان د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د هغوی په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده او باور کېږي چې د چین د دولتي امنیتي ادارې (NSS) لپاره کار کوي چې د چین د استخباراتو اصلي اداره ده.

راپور وايي چې دا لس تنه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له افغانستان څخه وویستل شول.

رسنۍ وايي، د دغو لس تنو په منځ کې لږ تر لږه ۲ تنو یې له حقاني شبکې سره اړیکې لرلې.

هندي رسنیو د دغو دوو تنو نومونه (Li Yangyang) او (Sha Hung) ښودلي دي.

له بلې خوا انټیل نیوز امریکايي رسنۍ وايي چې دا لس تنه مخکې تر دې په افغانستان کې ونیول شول چې د امریکا استخباراتو په افغانستان کې د امریکا پر ضد له طالبانو سره د همکارۍ په باب د چین د فعالیتونو په اړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته معلومات ورکړل.

د امریکا استخباراتي ادارو ولسمشر ټرمپ ته وویل چې چینايي جاسوسانو افغان طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی دی.

په کابل کې د هغو دیپلوماتانو په وینا چې د دې موضوع په اړه یې معلومات لرل، چینايي جاسوسان له ۲۳ ورځو توقیفه وروسته خوشي شول.

ویل شوي چې دا کسان د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په امر وروسته له دې خوشي شول چې د چین له چارواکو سره یې مستقیمې خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې په ځینو چینایي انجونو هم افغان ولس نیوکه کوي چې په سوشل میډیا کې د پښتو ژبې څخه په ګټه اخیستنه هڅه کوي چې د جاسوسۍ لپاره لاره هواره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ