له اختر وروسته یعنې اوس باید دا غذايي رژیم وکاروئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
له اختر وروسته د روژې غذایي رژیم ژر مه بدلوئ.
ډېری کسان له دې کبله چې په روژه کې کم فزیکي فعالیت کوي، سهارنۍ نه وي، غوړ او خواږه خوراکونه زیات وي، نو وزن یې زیاتېږي. د یادونې وړ ده چې دا څه د ځینو محدودو کسانو په حق کې صدق کوي.
له بلې خوا د روژې مبارک میاشت د بدن د پاکوالي او د وزن د کموالي لپاره مناسب فرصت دی. په دې میاشت کې معده او په ټوله کې د هاضمې سېستم تر ډېره د استراحت په حالت کې وي. ډاکټران وایي، د روژې له یوې میاشتې څخه چې څومره ګټه زموږ بدن ته رسېدلې ده، تر اختر وروسته هم باید دغه څه وستال شي.
ډاکټران په دې اند دي، دا چې د روژې په یوه میاشت کې د ورځې لخوا معده د استراحت په حالت کې وي او د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د هر ډول خوراکونو پرېماني وي، نو باید په خوراک او څښاک کې افراط ونه شي.
له اختر وروسته مناسب غذایي رژیم
منظم خواړه وخورئ
د تغذیې د برخې متخصصه عزاله اسلامیان وایي، له روژې وروسته د اختر په ورځو کې هر ساعت منظم خوراک د دې لامل کېږي، چې معده ورو ورو د ورځې لخوا هم له زیاتې او ډول ډول خوړو سره عادت شي. نوموړې زیاتوي، د ورځې په اوږدو کې لږ لږ خوراک په منظم ډول په وینه کې د قندو کچه نورمال ساتي، خو د زیاتې وچې او ډول ډول مېوې له خوړلو باید ډډه وشي.
له روژې وروسته درې وخته ډوډۍ خوړل زموږ افغانانو فرهنګ او دود دی، خو که د ورځې په اوږدو کې لږلږ او په مناسب ډول نور خواړه، وچه او تازه مېوه وخوړل شي ګټه کوي، خو چې افراط په کې ونه شي.
اسلامیان وایي، دا چې په روژه کې سهارنۍ له منځه ځي، خو د افطار یا پشلمي پر مهال زیات او غوړ خواړه خوړل کېږي، نو د ورمېږ او خېټې عضلې لوېږي او څه ناڅه د چاغوالي لامل کېږي. نو که له اختر وروسته مناسب غذایي رژیم ولری، هغه ده چې وزن به مو کنټرول کړی وي.
په کافي اندازه د مایعاتو څښل
له روژې وروسته په کافي اندازه د اوبو څښل د بدن لپاره ضروري دي. ځکه د روژې پرمهال انسان بدن زیاته برخه اوبه له لاسه ورکوي. که له روژې وروسته په کافي اندازه اوبه وڅښل شي، له یوې خوا د بدن اوبه پوره کېږي او له بلې خوا ورانې شوې حجرې ترمیمېږي او تر څنګ یې د نویو حجرو د جوړېدو لامل کېږي.
د لبنیاتو کارول
د تغذیې د برخې متخصصین وایي، ډېری کسان په روژه کې د پشلمي پر مهال یوازې پر یوه ګیلاس شیدو څښلو عادت شوي دي. نو ښه ده چې له روژې وروسته په زیاته کچه لبنیات وکاروئ، تر څو د بدن د اړتیا وړ مواد هغه چې له کمښت سره یې مخ یاست بېرته پوره او لاسته راوړئ.

کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ