لنډ حکایت!

يو چا راته کیسه کوله، چې يوه ورځ د ښار په منځ کې روان وم، چې ناڅاپه مې يو کس مخې ته ودريد، او راته يې وويل:
يو اندازه پيسې راکړه چې چرس پرې واخلم او ځان نشه کړم.
ما ورته وويل:
د خوراک لپاره پيسې درکوم، خو د نشې لپاره نه.
چرسي وويل:
روزي ورکوونکى بل څوک دى، که د چرسو پيسې راکوې نو ښه ده، که نه زه درنه ځم.
ما هم يو اندازه پيسې ورکړې، او چرسي په خپله مخه روان شو.
له ماسره هم انديښنه وه له ځان سره مې وويل راځه دا چرسي وګورم چې څه کوي؟
 ناڅاپه په مخامخ کوڅه کې واده وو.
د يو کس له لاسه د وريژو ډک غورى ولويد او وريژې په ځمکه توې شوې.
چرسي په بې غمه زړه ورته کېناست او په خوړلو يې پي پيل وکړ.
چې په ما يې نظر ولويد!
په مايوسانه انداز يې وويل:
 په دې ورځو کې مې له هغه ( الله) سره اړيکې خرابې شوي، خو بيا هم ما وږى نه پريږدي، که نه خو مخکې په يې په بشفاب کې ډوډۍ راکوله.