لنډ حکايت

يو بډايه کس د خپلې کوټې له کړکيو بهر وکتل او وې ليدل، چې يو بې وزله کس د کثفاتو سطل په لاس کې دى او د څه شي پلټنه کوي.
نوموړي وويل: له خدايه ډېر شکر زه بې وزله نه يم. خو بې وزله کس بيا خپلې شاوخوا ته وکتل او يو ليونى یې وليد او ویې ويل: خدايه شکر چې ليونى نه يم.
ليوني بيا په دښته کې يو امبولانس وليد چې ناروغان يې لېږدول، نو وويل خدايه شکر چې ناروغ نه يم.
ناروغ بيا په روغتون کې يو شمېر مړي وليدل او وې ويل خدايه شکر چې ژوندى يم.
نو يوازې يو مړ او بې روحه جسد نشي کولاى چې د خدای شکر ادا کړي، نو ولې په ژوند د الله ج شکر نه ادا کوو!؟