لنډ حکايت

ژباړه
يوه ورځ سقراط يو سړى وليد، چې ډېر خواشنى او خفه دى.
نو سقراط ترې د خفګان د علت پوښتنه وکړه.
نوموړي کس ځواب ورکړ: په لاره، چې راتلم نو يو نږدې ملګرى مې وليد او سلام مې ورته ورکړ، خو د سلام ځواب يې رانه کړ او په ډېر غرور راڅخه تېر شو، چې زه يې له دې ډول چلند څخه ډېر وځوريدم.
سقراط وويل: ولې وځوريدې؟
سړى په حيرانتيا وويل: معلومه خبره ده، چې انسان له دا ډول چلند څخه خواشینى کېږي.
سقراط پوښتنه وکړه: که دې په لاره کې يو کس ليدلى واى، چې پر ځمکه پروت دى او ناروغ دى او د درد د لاسه ځوريږي، نو بيا هم تا د ځوريدو احساس کاوه؟
سړي وويل: هېڅکله نه ځوريدم، ځکه چې د نورو ناروغي انسان نه ځوروي.
سقراط بيا پوښتنه وکړه: نو د ځوريدو په ځاى به دې څه ډول احساس درلود؟
سړي ځواب ورکړ: د زړه سوي احساس مې کاوه او هڅه مې کوله چې کوم ډاکټر يا دوا ورته پيدا کړم.
حکيم وويل: ټول دا کارونه دې د دې لپاره کول، چې هغه ته د يو ناروغ کس په سترګه کتل، نو ايا انسان يوازې جسما ناروغه کېږي؛ ايا هغه څوک چې چلند يې ناسم دى روان يې ناروغ نه دى؟
که د چا روح او روان دواړه جوړ وي، نو هېڅکله بد چلند نه کوي.
هغه ناروغ، چې روح او روان يې د غفلت دى او د ځوريدو په ځاى بايد له داسې يو کس سره چې له تاسو سره سم چلند نه کوي او غافله دى زړه سواندي ولرو ، او هغه لپاره طبيب او دوا پيدا کړو.
نوټ:
نو هېڅکله د چا لاسه مه ځوريږﺉ، زړه مه خورﺉ او خپل ارامښت له لاسه مه ورکوﺉ او په دې پوه شﺉ، هر کله چې څوک بد درسره کوي، نو دا کس په دې وخت کې ناروغ دى.