لنډۍ څه ته وایي؟

لیکنه: هلال شینواری

عموماً د پښتو شفاهي منظوم ادبیات په دوو ډلو ویشل کېږي. (عامې سندرې او خاصې سندرې) د عامو سندرو ویوونکي نه دي معلوم خو برعکس په ټول ولس پورې اړه لري. څو مثالونه یې:
لنډۍ، سروکی، نارې، د ښادۍ بدلې…
خاصې سندرې د نالوستو ولسي شاعرانو لخوا جوړې شوي. لکه: چاربیتې، بګتۍ، بدلې، کسرونه، داستان، مقام…
لنډۍ په کُلي شکل د جوړښت له زاویې اوله مسره نهه سېلابه او دوهمه یې دیارلس سېلابه وي.
لنډۍ په خپل رنګ و روغن کې د شاعرۍ له ټولو چوکاټونو اعلاترین صنف دی. تر زیاتې فیصدۍ پکې د کلاسیک او لرغونې دورې ښځینه قشر کار کړی. کمه فیصدي رول پکې د کلیو بانډو دهقان، ترکاڼ، شپون، اوښبن’ لري.
لنډۍ ټولنیزې پابندۍ غندي د مینې عاطفې، غم ، ښادۍ، وصال، فراق، خپګان، غوسې، فخر، ویاړ، ننګ او غیرت او د ټولنیزو عنعناتو څرګندونه کوي. لنډۍ د پښتو ادب روح دی. استاد شپون به یو ځای وایي چې لنډۍ ماته زما ناموس ښکاري. لکه ویل شوې چې نه وي او په پښتني مېرې په طبعي ډول رازرغونې شوې وي.
ــ
ولې ښځینه په لنډیو کې زیات رول لري؟

ـ د کلاسیک او لرغون میراث څه اندازه اوس هم لا نه دی پیکه شوی. ځای ځای په کلیو کې د ښځینه وو ژوند تر ډېره د روحي او فزیکې فشار لاندې تېرېږي.
د مالونو څرول، له ګودره په شنه سهار او زېړي ماذدیګر له اوبو ډک منګي چلول، د دهقانۍ په ورځني کار کې له خاوند پلار ورونو سره قولبه کې مرسته، لؤ او درمندونه راټولول، د اولادونو روزنه، جامې مینځل او ګنډل، ډوډۍ پخول، کټۍ پخول، له دشتو او د غرونو له لمنو د خسو غټ پنډونه په سر راوړل. لنډه دا چې د شنه سهار ملا اذانو نه راواخله تر ماسختن ناوخته د ستړیا تر اخیري بریده مشغولي وي” بعد له ماسختنه د خاوند غوښتنې په ورین تندی منل هم یو جبري او فرضي عمل ورترغاړې وي”.
اندېښنه ده چې د پښتنو ټولنه فطرتي همداسې جوړه ده تر څو ښځه یا د کور یا د ګور وګڼي. مشوره اخیستل او د خپل ژوند په تړاو تصمیم نیول خو د پښتني غیرت او اسلامي احکامو له زاویې ورته کفر ښکاري.
ـ صورت زما واک یې د نورو
ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه.
ـــــــ
ـ چې ډوډۍ خورم دادا قارېږي
چې روپۍ شرنګ کړي دادا شین له خندا شینه
ـ سوال د الله په در کې وکړه
پلار مې سودي دی ما مالدار له ورکوینه
ـ زما بی بی دادا ته وایه
خوشحاله نه یم له ناکامه ناسته یمه
ـ پردیه کوره توره ګوره
په سرو لمبو مې اړوې ستۍ دې کړمه
ــــ
د یو سپین ږیرې له خولې مې اورېدلي وو’ که لور یا خور څومره په قېمته ولور ورکړې تر هغې کچې یې اهمیت هم زیات وي او که ارزانه دې ورکړه بیا د خاوند کور کې ننګوریانې او خواښې ورته د کمظرفۍ په نظر ګوري حتا چې پېغلتوب یې د پلار په کور بار ګڼي؛ نو د دې له خاطره یې په زیاته اندازه پیسو ودوو..
خو ځینې وختونه د خاوند له لورې په مختلفو کرکو بدرګه او د نارینه غیرت په داو’ پر مخ وهل، د لغتو او څپېړو ګوزارونه ان تر دې چې سترګه پرې شنه( زرغونه) او لاس مات کړي
ـــ
په عنعنوي توګه مشکلات بیانول یې خورا زیات دي. فکر نکوم که څو پېړۍ وروسته هم په کُلي شکل بدلون ومومي
یو ځای مې لوستي وو’ هغه څه چې ښځه ځوروي هغه احساس کوي چې د دې انساني ښځینه طبیعت د پښو لاندې کېږي یا ورته په سپکه سترګه کتل کېږي. همدغه د روحي فشارونو له کبله د مقاومت تر څنګ عکس العمل ښکاره کوي. د د دې عکس العمل لپاره سندرې/ لنډۍ ته پناه وړي. نو دا د اعتراض غږ په پورته کېدو ښه حل لاره ګڼي. څنګه چې اکثریت شعارا خپل دروني حال موږ ته په کنایو او استعارو مخ ته ږدي همداسې دوې هم دا مناسبه لاره موندلې..
…..

لیکنه اوږدېږي. دلته د ښځینه عواطفو د لنډیو ځینې برخې پرېږدم او ختموم یې

ـ خدایه په څه ګناه کړېږم
لکه ستۍ په سرو لمبو کې ناسته یمه
ـ
نیستي پېغور نه دی جانانه
زه د چربانګ مېچنه ستا لپاره کړمه
ـ
د خپله لاسه مې پرې مړ کړې
چې ډزې وشوې زه په بام در وختمه
ـ
خدایه د قطر بازار وران کړې
په شتو مېړو کې جونې کونډې ناستې دینه
ـ
لاليه څه شوې غږ مې اورې
د ليوره کټ ته مې په زوره خيژوينه
ـ
ښه ده چې لاړې مسافر شوې
زه به د ځمکې خوب کوم چې زېړه شمه
ـ
چې هېروم یې را یادېږي
هېر به مې نه شي ستا ټیلې زما اهونه
ـ
مئېنه یم منکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه
ـ
ارمان ارمان د دادا کوره
د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
ـ
کټ د بلۍ سیوري له راوړه
میاشت د بادرو ده لېونی به شې مئېنه
ـ
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله
د جینکو په وار پیدا ورکه دې کړمه
ـ
د جرمنو ویشتلی جوړ شي
سترګو ویشتلی به رنځېږي مړ به شینه
ـ
چې مې د تورو زلفو وار و
د چا به کار و چا به هسې غږ کاونه
ـ
ایمان دې ښه راته معلوم دی
په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه
ـ
زما پرې سر او مال تالا شو
اشنا ګونګی شو په شپاله کې سر منډينه