لنډه کیسه: هېڅکله مه ناهيلي کېږﺉ

 

ژباړه: نسیمه محمدي

څلور ډيوې ورو ورو سوځېدې، چاپېریال دومره ارام او چوپ و، چې د هغوی ترمنځ خبرې اورېدل کېدای شوای.

لومړۍ ډيوې وویل:
زه سوله یم، هېڅوک نشي کولی ما تل روښانه وساتي. فکر کوم ډېر ژر به خاموشه شم. د سولې خبرې لا خلاصې نه وې چې لمبه یې کمه او بیا مړه شوه.

دویمې ډيوې وویل:
زه ایمان یم، په رښتیا لکه چې ما ته څوک اړتیا نه لري، نو ځکه زه هم نور روښانه پاتې کېدو ته لېواله نه یم، چې له دې زیات روښانه اوسم. د ایمان ډیوې خبرې چې خلاصې شو، ملایم نسیم راغلی او ډيوه ګُل شوه.

کله چې د درېیمې ډیوې وار را ورسېد، خفګان سره يې وویل:
زه مینه یم د روښانه پاتېدو وس نه لرم، ځکه خلکو زه ګوښه کې غورځولې یم او زما په ارزښت نه پوهېږي، هغوی هېر کړي دي چې حتا له خپلو نږدو کسانو سره مینه وکړي.
نو د مینې ډیوه له ځنډ پرته مړه شوه.

ماشوم کوټې ته دنننه شو او ویې لیدل چې درې ډیوې نور نه سوځوي.

هغه وویل: تاسې چې غوښتل تر وروستۍ شېبې روښانه اوسﺉ، نو ولې نور نه سوځﺉ؟

څلورمې ډیوې وویل:

اندېښنه مه کوه، تر څو چې زه بلېږم د یو بل په مرسته نورې ډیوې هم روښانه کولای شو. زه هيله یم.

د ماشوم سترګې وځلېدې، د هیلو ډیوه یې راواخیسته او نورې ډيوې یې هم روښانه کړې.

نو د هيلې لمبې هېڅکله نه مري.
موږ باید تل هیله، ایمان، سوله او مینه په خپل وجود کې روښانه وساتو.