لندۍ او د ښځو نازک خيالي!

 

لنډۍ د پښتو ولسي ادب روح دی؛ د ژوند ټول اړخونه پکې انځور شوي دي. ښځې چې په عنعنوي توګه له ډېرو پابنديو سره مخ دي او په ډېرو موضوعاتو کې د وينا، مشورې او پرېکړې حق نه لري نو خپل دا تاثرات په لنډېو کې څرګندوي. دا ډول څرګندونې بيا ډېر ژر په ټولنه کې خپرېږي.

ښځو ډېری وخت خپل احساسات او نازک خيالي په لنډيو کې څرګنده کړې ده.دا نازک خيالي ښځو په دومره خوږو الفاظو په لنډيو کې راوړي چې ناممکنه ده د بل فورم په شعرونو کې وليدل شي.
دلته يوه ښځه دخپل حسن په نشه کې مين د خاورو ښکلولو ته وربولي:

ځمکې ته ټيټ شه خاورې ښکل کړه
لايق مې نه يې پاک الله درکړې يمه

بل ځای کې وايي:

که په ښايست مې خفه کېږې
نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه

پښتنه ټولنه د جبر په قید کې بنده ده، دا قیدونه زموږ له ژبې او فرهنګ سره نوک او ورۍ دي، ښه پوهېږو، مګر دا بندونه نشو ماتولی!
بلخوا شعر د زړه تشولو یوه خوږه او تر ټولو خوندوره لاره ده، نورو ته دې په پوره مانا د حالت څرګندونه کوي، بیا نو دا سوچه او طبیعي شعر چې لنډۍ یې بولي. طبیعي شعرونه ځکه دي چې بې زحمته زېږدلي، البته په لیکنه کې یې زور نه دی شوی، نور خو معلوم دي چې له سوزه ډک دي او په پښتو شعرونو کې لنډۍ ده چې یو څوک ژړولی شي.

ځينې پېغلې په لنډېو کې له جبري ورکړې سر ټکوي او د خپل زړه درد په لنډېو کې راوړي:

چې د زړګي رضا يې نه وي
کورونه يې ړنګ شه چې په زور يې ودوينه

داهم ولولئ:

له مور او پلار نه ظالم نشته
وړې يې ورکړي بيا يې واړوي له غرونه

او کله چې د خسرګنۍ په کور کې د خواښې د ظلم نه په تنګ شي د خپل زړه درد په لنډيو کې داسې بيانوي:

خواښې مې ښه ده بده نه ده
د تناره په سر ډوډۍ راته شميرينه

د دادا کور پاچاهي تخت دی
دخسر کور بندي خانه خواښې ظالمه

ځينې پېغلې خپل ښایست په خپل مين درندوي او خپل حسن ته په اهميت ور کولو خپل ديدن په اسانۍ نه ورکوي او په دې لنډۍ کې وايې:

په ما دې زر شيندلي نه دي
چې د لاټين په رڼا غواړې ديدنونه

دا هم ولولئ:

ماته پنځه ګوتې د سرو کړه
په دواړو لاسو به دې کور راټولومه

دې لنډۍ کې يوه ښځه د خپل خيال او سينګار لپاره د ګاڼو غوښتنه کوي. کله چې ښځې د بدو رواجونو نه ګيله‌منې شي د دوی په وس نور هيڅ نه وي نو خپل زړه په ټپو کې تشوي.
لکه په یوې ښځې چې بن راشي نو خپل د زړه درد داسې بيانوي:

ولې دې بن راباندې وکړه
کور مې کولو زوی به خدای نه راکاونه

دا نو یوې داسې مېرمنې د زړه آه دی چې بل هېڅ مشکل یې نه درلود؛ مګر صرف د زوی نه شتون ( چې خدای نه ورکاوه) د دې سبب شو چې بن پرې راشي، او دا د بن قبلول د دې لپاره سخت دي نو خپل زړه یې په یاده لنډۍ کې تش کړی.
همداشان یوه بله لنډۍ کې وایي چې:

د بنې غږ راباندې وشو
له وړې لور سره له کټه پرېوتمه

له دې لنډۍ هم معلومېږي د یادې مېرمنې زوی نشته او د بنې د درانه غږ له وهمه له خپلې لور سره له کټه پرېوتې ده. چې دا له لور سره له کټه پرېوتل دا ثابتوي چې زوی یې نشته او له دې امله ورباندې بن راغلې.

بل ځای وایي:

یوه دې وه بله دې وکړه
مه پرې سودمن شې مه دې ډېرشه زامن، لوڼه

یا دا چې:

جلکۍ زما لالیه دې وکړ
بخت دې سپېره دی زه به بن پسې درځمه