فبروري 28, 2021

لس ټکي چې اومېندواره مېرمنې باید ترې ډډه وکړي!

ليکنه: نسيمه: محمدي
استرس او عصبي فشارونه، په حېرانوونکي توګه ستاسې جسمي روغتیا له خطر سره مخ کوي.
د یوې مور لپاره پرته له دې تمې، چې یو سالم او صحتمند ماشون نړې ته راوړي بل هېڅ څه مهم نه دي. له نېکمرغه، تاسې کولای شئ د احتمالي خطرونو څخه، چې د اومېندوارۍ دوران پېچلی او ستونزمنوي او جنین ته د زیان رسېدو لامل ګرځي، له ماشوم څخه مو ساتنه وکړئ.
د لسو ټکو فهرست، چې اومېندواره مېرمنې باید ترې ډډه وکړي،ستاسو د پوښتنو ځوابوونکي دي.
:
۱: له استرس( خفګان) ډډه کول
د بېلګې په ډول، په اومېندواره مېرمنو کې، خفګان کولای شي د قبضیت، ملا درد، بې خوبي او حتی له وخت مخکې زېږون یا د کم وزنه ماشوم زېږېدو لامل شي.
۲: له دخانیاتو ډډه کول
د دخانیاتو کارول ستاسې نازېږېدلي ماشوم او همدارنګه تاسې ته ډېر ګواښوونکي زیانونه لري او په بشپړه توګه ترې باید ډډه وکړئ. په حقیقت کې، دا مسئله په دې کچه زیان راوړوونکي ده، چې اومېندواره مېرمنې حتی باید د سګرټو له دود څخه ځان وساتي. د دخانیاتو د مصرف له امله، ستاسې ماشوم په کمه کچه اکسیجن(O2) تر لاسه کوي دا مسئله ستاسې د ماشوم د ودې د ورو کېدو او بالاخره د کم وزن سره د ماشوم د پیدايښت لامل ګرځي، د دخانیاتو کارول د مخکې له وخته زېږون او د اومېندوارۍ اړوند نورو عوارضو سره تړاو لري.
۳: کورنۍ پیشو
که په نادر ډول، ستاسې پيشو د توکسوپلاسموز(Toxoplasmosis) ناقله وي، په هغه صورت کې د اومېندوارۍ په دوران کې باید بل کس د پیشو لوښي بدل کړي. که بل کس د دې کار لپاره نه لرئ، په دې صورت کې باید د دستکشو کار واخلئ او د کار د بشپړېدو وروسته، لاسونه پاک ووینځئ.
توکې پلاسموزېس هغه عارضه ده، چې د مور زادي نواقصو او معلولیتونو لامل ګرځي، که غېرې کورنۍ پیشو ګانې، د توکسي پلاسموزېس ناقل خواړه وخوري، په دې ناروغۍ اخته کېږي او په دې حالت کې به، پيشو د دې ناروغۍ هېڅ نښې ونه ښايي.
۴: د کافئین د مصرف څخه ډډه کول
د اومېندوارۍ په دوران کې منطقي چاره هغه ده، چې تاسې د ګاز لرونکو نوشابو او کافئین لرونکي چای څښلو څخه ډډه وکړئ، ځکه کله چې تاسې کافئین مصرفوئ، په حقیقت خپل ماشوم هم له دې مادې سره تغذیه کوئ. کافئین، زړه او مغز تحریکوي او یوه اضافي ماده ده، چې د مخدره توکو خاصیت لري.
۵: د آسپرین له خوړلو ډډه
د اومېندوارۍ په دوران کې باید د نسخه یي درملو خوړلو ډډه وشي، یواځې هغه چې د روغتیا پال له لوري تائید شوي وي ځکه هر څه چې تاسې مصرفوئ، د جوړې(پلاسنتا) له لارې ماشوم ته چې لا نه دی زېږېدلی لېږدي.
۶: د وېټامین A له مصرف ډډه
وېټامین په زیاته اندازه په خوړو کې شتون لري. د داسې کس موندل چې د وېټامین A له کمښت سره مخ دي، ډېر کم دی او که چېرې تاسې د اومېندوارۍ په دوران کې، په زیاته اندازه ترې کار واخلئ، په دې صورت کې کېدای شي د جنین لپاره، مهلک او خطرناک وي او ممکن د مور زادي معلولیتونو یا د جنین د سقط لامل شي.
د اومېندوارۍ په دوران کې تاسې ۷۷۰ مایکرو ګرام وېټامین A مصرف ته او د شیدو ورکولو په وخت کې ۱۳۰۰ مایکرو ګرام وېټامین A ته اړتیا لرئ او که د دې اندازې د بین المللي واحد په لټه کې یئ، نو کولای شئ وېټامین A تر ۱۰۰۰۰ بین امللي واحد تر لاسه کړئ.
۷: د زهرجنو ګازاتو او رنګونو د خطر دفع کول
د اومېندوارۍ په لومړیو درې میاشتو( لومړي ترایمستر) کې د جنین عصبي سیستم په ډېرې چټکۍ د ودې په حال کې وي، نو له همدې امله د زهرجنو او ګازونو او بخار څخه ځان ساتل ډېر مهم او اړین دي.
په وینځونکو موادو کې د زهرجنو موادو د شتون لپاره د لوښي پر مخ لیکل شوې لارښوونې ولولئ او په پام کې ولرئ، چې د طبیعي پاکوونکو لکه سوډا او سرکې څخه ډېر کار واخلئ.
اومېندواره مېرمنې باید د پوښ لرونکو رنګونو سره له تماس ډډه وکړي ځکه که د هغوې کور ۳۰ کاله پخوا جوړ شوي وي، په دې صورت کې د سربو بعصې نازکې پردې، شتون لري. څېړنو ښودلې چې سرب د جنین د عصبي سیستم او د مغز وده زیانمنوي.
۷: د سونا، جکوزي او برنزي کوونکو تختونو ډډه
د اومېندواره مېرمنو پوستکی د هورموني بدلونونو او د جنین د بدن د اضافي تودوخې له امله، په ډېرې آسانۍ ګرمېږي. څېړنې ښايي د سونا او جکوزي څخه ګټه اخېستل د شدیدې تودوخې احساس رامنځته کوي، چې د ولادي انوماليو او عصبي ستونزو( عصبي ستونزې هغه وخت پېښېږي چې د ملا تیر او شوکي نخاع په سمه توګه جوړ نشي) لامل شوي دي. سربېره پردې د برنزه کوونکو تختو څخه ګټه اخېستل د اومېندواره مېرمنو د پوستکي سوځېدو لامل ګرځي ځکه د اومېندوارۍ له امله پوستکی کش او نازک شوی وي.
۸: د جیوه لروونکو کبانو څخه پرهېز
اومېندواره مېرمنې باید د هغو کبانو له خوړلو ډډه وکړي، چې جیوه ( سیماب) ورسره ترکیب شوي وي لکه کوسه ماهي، شمشیر ماهي، ماکرل ماهي، تُن ماهي او باس ماهي. تُن ماهي د کبانو قطعه قطعه کنسرو ، چې په کمه اندازه جیوه هم لري مګر بیا هم باید اعتدال په پام کې ونیول شي.
کله چې یوه اومېندواره مېرمن په لوړه کچه سیماب مصرف کړي ممکن د جنین د مغزي ستونزو لامل شي.
هغه خلک چې په رودونو او رودخانو کې کب نیونې سره لېواتیا لري د Polychlorinated Biphenyls د مصرف د کچې لپاره باید متوجه وي. د بېلګې په ډول د خوږو اوبو کبان لکه سالمون، اردک، قرل آلا او داسې نور…….
د پولي کلريد بې فنېل ډېر کارول، د حافظې د کمزورۍ، له زېږون وروسته د دقت او هوښ ضریب سره تړاو لري.
۱۰: د الکولو له څښلو ډډه
د هر ډول الکولي مشروباتو څښل په هر دوران کې په ځانګړې توګه په اومېندوارۍ کې، مضر او خطرناک دي. که تاسې په دې دوران کې الکولي نوشابې مصرف کړئ، په دې صورت کې، الکول د جوړې ( پلاسنتا) له لارې انتقالېږي او الکول پر جنین، هماغه ډول اغېز لری شي، چې پر تاسې یې لري مګر دا چې جنین ډېر کوچنی او لا د ودې په حال کې دی، کولای شي ډېر ګواښوونکی اغېز ولري.
ستاسې ماشوم کېدای شي د الکولو له سندروم( (Fetal alcohol syndrome یا FAS سره وزېږېږي یا په ذهني یا جسمي نیمګړتیاوو اخته وي.
هر څه چې تاسې خورئ یا نه خورئ، ستاسې د ودې په حال کې جنین په وده باندې تاثیر کوي. د هغه څه په اړه چې باید په دې دوران کې ترې ډډه وشي، کولای شي تاسې سره د یوې سالمې او بې خطره اومېندوارۍ پریود کې مرسته وکړي.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ