Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

لس اووريز لیګ د جمعې په ورځ پېلېږي.

ليکنه: سمیع الله درانی

د عربي متحده اماراتو سوداګریز ټي ټېن لیګ د اته لوبډلو په ګډون د شا او خوا لسو افغان لوبغاړو په شتون کې د نومبر په پنځلسمه نېټه د جمعې په ورځ پېلېږي.

دې لیګ کې اته لوبډلې مرټا عربینز، دیکان ګلاډېئټرز، بنګله ټایګرز، ډیلي بولز، ابو ظبي، نارترن وريئرز، قلندرز او کرناټاکا ټسکرز لوبېږي.

حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران له مرټا عربیئنز لوبډلې سره، ظاهرخان او شهزاد محمدي له دیکان ګلاډیئټرز سره، قېس احمد له بنګله ټایګرز سره، محمدنبي ډیلي بولز سره، مخکې ویل کېدل چې کریم جنت نارترن وريئرز لوبډلې اخېستی و، خو وروسته بیا خبر خپور شو، چې د هغه پر ځای سریلانکایي توپ وهونکي لکه نو وان پراډیپ او اسیلا ګونارټنه اخېستل شوي دي، شاپور ځدران او شفیق الله شفق کرناټاکا ټسکرز لوبډلې اخېستي دي.

دا لیګ لس ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۲۹ لوبې کېږي.

هره ورځ به درې، درې لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه د مرټا عربینز او نارترن وريئرز لوبډلو ترمنځ مازیګر پنځه بجې، دوهمه لوبه د ماښام په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو او دریمه لوبه د شپې په ۹ نیمو بجو پېلېږي، البته د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې دا به د افغانستان وي.

ټي تېن یا لس اوریز لیګ په ۲۰۱۷ م کال کې تاسیس شو، چې لومړی پړاو یې کېرالا نایټس لوبډلې وګاټه او انګلستانی ایئن مورګن یې لوبډلمشر و.

دوهم پړاو په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره شو، چې اتلولي یې نارترن وریئرز لوبډلې یوړه او لوبډلمشر یې ویسټ انډیزی ډېرین سمي و.

ګورو چې دریم ځل اتلولي به کومه لوبډله وړي.

په دریم مقام لوبه او پایلوبه دواړه د نومبر په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پیليږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی