Advertisements
ځوانان او زده کړې سیاست

لاریون؛ تخریب که قانوني او سوله ییزه حق غوښتنه؟

لیکنه: غازي عابد

څو ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو ترمنځ شخړه شوې وه، یو تن په کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

ولس چې خبر شوی ددې خپلسریو پر ضد یې لاریون کړی. همدا د ویښتیا او ښه راتلونکې نښه ده چې ولس جګړه خوښي او خپلسري نه خوښوي او پر ضد یې متحدانه غږ پورته کوي. خو دې لاریون کې یو ټکی چې زما په نظر څه د هر چا په نظر منفي دی، هغه پر سړکونو د تیږو او ګاټو اچول دی…

دا کار (په سړکونو د تیږو باره کول) کومه ګټه نه لري، خو تاوان یې شته، کله چې دومره تیږې په سړک غورځیږي، خامخا سړک داغي او ورانیږي.

خو ځه دا لیکنه یوازې په یاد لاریون پورې نه کوم، دا لاریون به د یوې عمومې لیکنې لپاره د لیکلو پلمه کړو. زموږ د لاریونونو تیرو شکلونو ته به لنډه رڼا واچوو او له قانوني اړخه به پرې څه ولیکو:

۱- د څو کلونو وړاندې لاریونونه؛
زما په یاد دي چې همدا څو کاله وړاندې به له یوې راپيښې شوې یا راپيښیدونکې پدیدې/غمیزې لاریون کیدل یا کول خورا خطرناک ول، کله به چې لاریون و، د عامه خلکو به تشویش و، ویل به یې چې زما دوکان په کې روغ پاتې شي، پلازه په کې روغه پاتې شي، ګاډی، سړک او مکتب په کې روغ پاتې شي.

دا مې اوس هم په ذهن کې دي او زه یې شاهد یم چې؛ ۲۰۱۱م کال و، د جلال اباد ښار د نصرت په عالي لیسه کې مې زده کړې کولې. بهرنیو ځواکونو چیرته بمباري کړې وه، خلکو یې پر ضد لاریون پیل کړی و، دا چې د جلال اباد هوايي میدان د تورخم – جلال اباد په لویه لار پروت دی، نو لاریون کوونکي له ښاره په دې ختیځ لوري راروان شوي ول، وخت د ورځې ۱۲ بجو ته نیږدې و او د ښوونځي د رخصتۍ وخت و، خو بیا هم زموږ استادانو د مکتب دروازې بندې کړې او ایسار یې کړو، ویل یې بهر لاریون دی، که ووتئ هسې نه له کوم ګواښ سره مخ شئ، نو موږ بیا ایسار شو، خو کله چې له ښوونځي ووتلو، په همدې لاره چې لاریون کوونکي تللي ول، ګڼ ټایرونه سوځیدلي ول، د یوې نوې جوړې شوې پلازې ښيښې سورۍ سورۍ شوې وې او تورو سوریو نوې او ښکلې جوړې شوې پلازه بدرنګه کړې وه، د سړک ترمنځ د ونو بوټي چت او مات شوي ول.

میدان ته چې ورسیدو، له لږ لرې یو ځل رامنډه شوه، خلکو ویل لاریون کوونکو په میدان د ننوتو هڅه وکړه او هغوی پرې ډزې وکړې، یو تن په کې سخت لګیدلی او نور کسان هم زخمیان دي، بیا نو لارې کلکې بندې شوې او موږ کلیوالو زده کوونکو تقریباً خپل کور ته په لارو کوڅو او کورونو کې نیم ساعت مزل وکړ او له هغه وروسته بیا کور ته ورسیدو.

دا یوازې میدان ته غځیدلې لار نه وه چې لاریونوالو په کې تخریب کړی و، وروسته خبر شو چې د مخابراتو چوک کې هم لاریون کوونکو یو شمیر هټیوالو ته زیان اړولی و، ځیني لاسي کراچۍ یې خرابې کړې وې او ښار په هغه ټوله ورځ تیت و پرک او اکثره دوکانونه یې بند ول.

هغه وخت تقریباً زموږ ټول اعتراضونه په همدې ډول ول، لاریون کې د قانون پر اساس د تخریب، د عامه نظم د ګډوډۍ، خلکو ته د زیان اړولو، په مشخصه سیمه او وخت کې د لاریون ترسره کول، پولیس خبرول… همداسې نور مسایل، دا ټول په پام کې نه نیول کیدل. بس لاریون به یو ډول انارشیزم او ګډوډي غوندې وه، جذباتې صفته خلکو به په کې هر ډول ناقانوني او نخرې کولې.

خو اوس شکر دی له هغه حالاته راوتلي یوو، اما یوه نیمه نیمګړتیا شته، دا به هم حل شي. او دا طبعي ده چې له هر نوي بدلون سره په لومړي کې نا اشنايي ضمناً زیانونه او نیمګړتیاوې لري، چې موږ هم له همداسې یوه حالته تقریباً راووتو.

۲- لاریون و اعتصاب او قانون
د افغانستان د ټولنو، اعتصاباتو او مظاهرو قانون په ۵ او ۶ مو فقرو کې د لاریون و اعتراض په اړه لیکلی؛
– د اشخاصو له ښكنځلو، تهديد او تخويف او د عامه آدابو، نظم او امن مغاير د هر ډول حركت له ارتكاب څخه ډډه كول.
– له خشونت، تخريب او وسله والې مبارزې څخه ډډه كول.

دلته به یوازې د عامه ادابو، نظم، خشونت او تخریب په اړه بحث وکړو:

مثلاً که موږ چیرته لاریون کوو او موخه مو دا وي چې ټوپک نه راخلو، خو په سوله ییزه ډول خپل حقونه غواړو او غوښتنې اوروو، نو په سوله ییزه مانا دا چې په بشپړ ډول به په پوره اصولي، دقت او منظم ډول سره دا کار کوو، خو که چیرته په سړکونو تیږې اچوو او بندوو یې، دوکانونه او پلازې ولو او ورانوو یې، دا نو بیا د هر څه خلاف دي او زموږ لاریون تر سوال لاندې راولي.

یعنې د قانون خلاف ګرځي، ځکه قانون وایي چې عامه اداب او نظم به مراعت کیږي او له هر ډول خشونت او تخریب به لاس اخلئ. که موږ سړک ډکوو یا دکانونه ورانوو یا بل داسې کار کوو چې ټولنې ته بله ناخواله زیږوي، نو همدا خپله د عامه نظم پر ضد شو او د یو ډول خشونت لامل شو.

ددې تر څنګ که چیرته موږ دا کار وکړو چې سړکونه په غټو ډبرو بند و وران کړو او یا کوم عامه ځایه تخریب کړو، د قانون خلاف والی خو لري لري، نور تاوانونه یې دا شول چې؛

– کله چې لاریون او اعتراض پای ته رسیږي، بیا مجبور یوو چې همدا تیږې بیرته خپله ټولې کړو او ډکه کړې لار او سړک خلاص کړو. چې دا بیا یو بیل تکلیف، پیښماني او سردردی شو.

– که زموږ د تخریبي لاریون په ترڅ کې کوم کس ته شخصي زیان واوړي، یا فصل و ځان ومال ته، نو له دې لاریون وروسته مو ځانته یوه شخصي ستونزه هم پيدا کړه، چې ممکن مجني علیه یې د یوې کینې، بُغض او غچ په ډول له ځانه وساتي او بیا یې وپالي. یعنې بلاخره شخصي ستونزه ترې وزیږي. او دا کار په افغان ټولنه کې امکان لري، شوي هم دي.

– که په دې ډول سره موږ خپل غږ پورته کړو، نو د ټولنې هغه قشر چې سواد نه لري، له قانونه ناخبره دي او یا هغوی چې کم عمره دي، نو له موږه په الهام اخیستلو به لاریون په همدې مانا وبولي چې سړکونه په غټو تیږو او اورونو بند کړه، دوکانونه وران کړه، خلک په تیږو ووله، خلکو ته ښکنځلې وکړه… فکر به کوي چې همدا به لاریون وي، ځکه له هغوی سره ذهنیت همداسې جوړیږي، که سبا بل لاریون یا مظاهره کیږي او دا ډول اشخاص له دې اخیستي ذهنیت سره ورشي، ښایي همداسې وکړي او د ټولنیزې او شخصي بې ثباتۍ لامل شي.

– ددې تر څنګ؛ مثلاً موږ په سړک د تیږو اچول، یا په بیلونو او کولنګونو سره د سړک، پولچک،لارې، کوڅې ورانول راخلو، که په لاریون کې داسې وکړو، زیان یې چاته رسیږي، هماغوی ته چې ورانوي یې، تر څنګ یې ټولې مجمعې ته او هغه ټولنیزې اسانتیاوې چې په ټولنه کې شته، هم تخریبیږي، بیا که سبا په همدې سړک یو عاجل مریض لیږدوو، څومره ستونزمنه به وي؟ که همدا پولچک نه وي او اوبه پر سړک روانې وي یا باران وي، لاره او تګ به څومره ګواښونکی شي….

– له دې هر څه سره سره سلیم عقل هم دا نه مني چې په دې زمانه کې دې زموږ لاریون ددې لامل شي چې سړکونه له تیږو ډک او خراب شي، ټولنیز جوړښت ته دې زیان واوړي، هم دې خپله ځان او هم نور په تکلیف شي.

په هر حال دا چې پخوا به لاریون سم د یوې جګړې په ډول و او عام خلک به ترې ویریده، خو اوس تر ډیره هغسې نه دی او ډیر بدلون په کې وینو، نو دې ته هم امیدواري شته چې ورځ تر بلې اګاهي ډیریږي او خلک پوهیږي.

ټول به د اچینوالو په شان په دې هم پوه شي چې موږ د مدني اعتراض حق لرو، هغه خپلسري، مفسدین، غله، بې پروا، زورواکي، مشران او چارواکي چې ټولنې ته زیان رسوي، امنیت خرابوي او ستونزې زیږوي، باید پر ضد یې سوله ییز غږ پورته کړي، څو څه ډول چې غواړي او قانوني حق یې دی هماغسې و هم شي.

لیکنه: غازي عابد
۱۳۹۷-۲-۳۱

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد