ژباړه: برښنا ارغند
په وروستیو کې قیلون څښل په افغان ځوانانو کې ډېر دود شوي. د قیلون څښلو په اړه کاروونکي یې ځينې غلط باورونه لري چې د هغو له مخې ځانته توجیهات لټوي او خپل نور ملګري هم د دغې پدیدې استعمال ته را بولي.
د قیلون په اړه لوی غلط باورونه دا دي:
۱ـ د قیلون تنباکو د اوبو له لارې فیلتریږي او مضر مواد یې له منځه ځي. خو واقعیت دا دی، چې د قیلون اوبه تنباکو تصفیه کولای نه شي؛ ځکه خو د قیلون څښلو له کبله سرطان زیږونکي مواد نه تصفیه کیږي . د قیلون لوګی د سګریټو د لوګي برابر سږو او زړه ته خطرناک دي.
۲ـ د قیلون څښونکو دویم غلط باور دا دی، چې د قیلون لوګی سږي نه سوزوي . خو داسې نه ده، د قیلون لوګی که سږي نه سوزوي، خو د سرطان زیږونکو موادو مخنیوی ورته نه شي کولای . د دې خطر شته چې دوی په سرطان اخته شي.
۳ـ قیلون څښونکي فکر کوي، چې قیلون له سګریټ څخه غوره دی. خو دا باور هم ناسم دی . دواړه لوګي خطرناک او انسان وژونکي دي.
۴ـ قیلون څښونکي فکر کوي، چې د قیلون لوګی اعتیاد نه زیږوي، ځکه د دوی په باور د قیلون په موادو کې نیکوټین نشته. خو واقعیت داسې نه دی، د قیلون تنباکو هم نیکوټین لري. څېړنو ښودلې چې که د قیلون څښلو په مجلس کې څوک یو ساعت ګډون ولري هغومره زیان ور رسیږي لکه د ۱۰۰ یا ۲۰۰ سګریټو له څښلو چې ور رسیدای شي.
۵ـ د قیلون تنباکو معمولي او نا مضره دی. خو واقعیت داسې نه دی، دغه تنباکو هم خطرناکه او سرطان زېږونکې ده.
د قیلون نور زیانونه :
ـ قیلون سږو او زړه ته خاص تاوان رسوي. د سږو او زړه د ناروغیو ډېرې بڼې له قیلون څښلو څخه پیدا کیدای شي.
ـ د قیلون څښونکو زېږیدونکي ماشومان د زیږیدو پر وخت کم وزنه او له ستونزو سره مخ وي.
ـ قیلون څښونکي په ساه اخیستو کې مشکل سره مخ کیدای شي.
ـ د قیلون څښلو له کبله د خولې او مثانې د سرطان خطر زیات پیدا کیږي.
ـ د قیلون څښلو په ځای کې د ماشومانو موجودیت هغوی ته ډېر خطرناک تمامیږي.
ـ د قیلون څښل د هډوکو د خرابیدو سبب هم ګرځي.
ـ د قیلون څښونکو په وجود کې کلسیزم په سختۍ سره جذبیږي.
ـ قیلون څښل د وزن د کمښت او جنسي هورمونونو د خرابیدو سبب هم ګرځي.
ـ که قیلون څښونکی په وجود کې ټپ ولري، د ټپونو رغیدل به یې اوږد مهاله او ستونزمن شي.
ـ د هاضمې ناروغانو ته د قیلون څښل د معدې او غوږ سرطان خطر زیاتوي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ