قطر کې د سولې مرکچي پلاوي مخامخ ناسته کړې

په قطر کې د افغانستان د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ تیر ماښام مخامخ ناسته شوې ده.
د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي.
دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې.“
لا مالومه نه ده، چې د اجنډا پر کومو مسایلو بحث شوی، خو له دې وړاندې ویل کیدل، چې په اجنډا کې داسې برخې هم شته، چې دواړه خواوې یې د ځان لپاره سرې کرښې ګڼي.
د مالوماتو له مخې، چې د افغان لوري لپاره لومړۍ غوښتنه اوربند او د طالب لوري لومړی بحث بیا په افغانستان کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دی.
بل خوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې ددواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو مشرانو او ځینو غړو لیده کاته کړي دي او پر اجنډا او د مذاکراتو پر راتلونکو پړاوونو یې خبرې کړې دي.
د هغه په خبره د اجنډا پر توحید کار روان دی او پر دې هم بحث شوی دی چې د مذاکراتو راتلونکي پړاوونه څنګه تنظیم کړي.
تر دې وړاندې افغان پلاوي ویلي وو چې طالب لوری لیدنې ته نه تیارېږي، خو پرون له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته د دواړو لورو ترمنځ لیده کاته شوي دي.
وروسته له هغې چې د خبرو اترو دواړه ډلې له شل ورځیني ځنډ وروسته دوه اونۍ وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې تللي دا دوهم ځل دی، چې د مخامخ ناستو خبر یې له رسنیو سره شریک کیږي.
له دې وړاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی و، چې د افغان سولې پر سر خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت تر پیلېدو ځنډېدلي دي، خو طالب لوري بیا دغه راپورونه رد کړل او په خبره یې، چې دواړو لوریو د خپل منځي ناستو لپاره وقفه اخیستې وه.
طالبان او افغان حکومت داسې مهال د مذاکراتو بهیر په ځنډنۍ توګه مخ ته وړي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او د سولې پر بهیر هم د ځنډ او ابهام له امله نیوکې ډېرې شوې دي.
ډېری سازمانونه، نړیوال، افغان سیاستوال، سیاسي شنونکي، او عام افغانان د قطر په خبرو کې له طالب لورې د اوربند غوښتنه کوي خو تر اوسه طالب پلاوو دغه خبره منلي نه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب