قطر له افغانانو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ جوړوي

د قطر د شاهي کورنۍ غړی شیخ عبدالله بن محمد آل ثاني، د افغان حکومت له رییس الوزرا محمد حسن آخوند سره په کتنه کې، د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د خیریه بنسټ د جوړولو خبر ورکړی دی.

رییس الوزرا په دغه کتنه کې ویلي چې افغان حکومت غواړي له قطر سره ښې اړیکې ولري.

هغه اسلام د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا بستر بللی او ټینګار یې کړی چې دا دوه وروڼه او مسلمان هېوادونه د غوره اړیکو پراختیا ته ژمن دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د آل ثاني له قوله ویلي چې هغه په دې ستونزمن وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو د ناستو کوربه و.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پیسو د کارولو مخه نیسي.

ګوترېش پرون په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته ویلي، چې نړیوال تمویل ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.

رویټرز خبري‌ اژانس د ‌ګوترېش له خولې لیکلي دي، چې د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د اقتصادي‌ او بشري سقوط د مخنیوي لپاره باید له هغه هېواد سره مرسته وشي.

څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرسته وغوښته.

دا مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د نړیوالو سازمانونو له لوري په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله