قطر: افغان حکومت دې شل کلنې لاس ته راوړنې وساتي

قطر وایي د افغانستان نوی حکومت باید تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې وساتي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي، له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو د دوی خبرې روانې دي.

دده په وینا تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې بشري مرستې او له افغانان سره کېدونکې مرستې باید په دغه هېواد کې پر مستحقینو ووېشل شي او د ترهګرو ډلو له لاسرسي باید خوندي وي.

همدا راز نوموړی وایي چې دوی په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او له نوي حکومت غواړي چې دا موارد سرچپه نه کړي.

افغان پلاوی له څو ورځو راهیسې په قطر کې دی او تېره ورځ هم قطر ورسره په بېلو برخو په تېره په تعلیمي او سوداګریزه برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی و.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د ایرواسیا، جمعې امنیت او مرکزي اسیا هېوادونو د امنیتي سازمانونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د افغانستان امنیت د دوی د اړیکو او همکاریو مهم ټکی وي.

هغه زیاته کړې چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د خلکو ژغورل د ټولو ګډ مسوولیت دی.

ګوتریش د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم بللی دی او زیاتوي، چې یوازې له په ګډه همکارۍ کولی شي ددغه هېواد امنیت د تل لپاره تامین شي او له دې ځایه سیمې او نړۍ ته خطرونه له منځه لاړ شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله