ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت

یو قزاقستاني هلک د نجونو د ښکلا په سیالۍ کې ځان تر فاینل ورسوه

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

الی دیا ګلیو په نوم قزاقستاني ځوان هغه وخت د انجونو د ښکلا په مسابقه کښي د لوبېدو نیت وکړ٬ کله چي د خپلو ملګرو سره په بحث کښي موافقي ته ونه رسیدی. نوموړي غوښتل، دا ثابته کړي چې پخوا وختونو کښې به انجونو طبیعي ښکلا درلوده خو په اوسني وخت کې ډیرو یوازې په کاسمیټیک شیانو باندي تکیه کړې ده.

الی دیا ګلیو ۲۲ کلن ځوان لومړی خپلې څیرې سره سم سینګار زده او بیا یې د فوټوشاپ په واسطه د ځان لپاره د انجلی څیره غوره کړه.

نوموړې خپل نوم اریناالیوا کښېښود او په قزاقستان کې یې په هغه سیالي کښي چي په کال کی یو ځل تر ټولو ښکلي ښځه پکښي انتخابیږی ګډون وکړ.

په یاده سیالي کښي نوموړي خپلې څیرې ته په بشپړ ډول تغیر ورکړ او تر وروستی مرحلې کامیاب او مخکې ولاړ.

ددې سیالۍ په پیل کې 4000 نجونو د ګډون غوښتنلیکونه ورکړي وو. چې له څو مرحلو وروسته شا او خوا یو نیم سل کسان په کې پاتې شول.

د ښکلا هغه سیالي چې دې ځوان په کې ګډون کړی په پیل کې 4000 نجونو غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د الماتې اوسیدونکی دا ځوان وتوانیدی چې د نجونو د ښکلا په دې سیالۍ کې له شا او خو یونیم سل انتخاب شویو هم د 16 ښایسته نجونو په ډله کې فاینل ته لاره پیدا کړې وه.

خو مخکی تر دې چی لومړی مقام تر لاسه کړي؛ نوموړي د یوې ویډیو له لاري وویل چی نجلۍ نه بلکې د الي دیا ګیلو په نوم هلک دی او غوښتل یې ثابته کړي چي اصلي ښکلا په زړونو کښي وي نه په سینګار کښې ځکه د سینګار په واسطه هر څوک خپلي څیري ته تغیر ورکولای سي .

الي دیا ګیلو وايي، فردیت او په طبیعي بڼه څرګندیدل اصلي ښکلا او د ارزښت وړ څه دي، او ټولنه باید دې ته پام وکړي.

نوموړی وايي ددې کار هدف یې دا و چې قزاقي ټولنه باید د نجونو طبیعي ښکلا، شخصیت او پردي کرکټر ته پام وکړي. نه په مصنوعي موادو ځان سینګارولو ته

نوموړي دا هم ویلي، چې له دې کار څخه یې هدف د خلکو تیر ایستل نه بلکې نه یوازې دا ښودل ول چې د میک اپ په واسطه هر څوک خپلې څیرې ته تغیر وکولای سی .

نوموړې زیاته کړې، د قزاقستان خلکو ته له دې کبله حیران دی چې له اصلي ښکلا زیات یې مصنوعي ښایست او ښکلا خوښه کړې.

د ښکلا د سیالۍ دې جوړونکو ویلي چې په نجلۍ د الماتې ددې ځوان بدلیدو حیران کړي دي.

تر نوموړې مخکې تیرکال په روسیه کې هم یو ۲۰ کلن هلک د نجونو د ښکلا یوه سیالي ګټلې وه. خو کله چې د سیالۍ تنظیموونکي په ريښتیا خبر شول، له هغه یې بیرته جایزه واخیسته.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې