قزاقستان: افغانستان ته د بشري مرستو رسونه کې هر اړخیزه همکاري کوو

قزاقستان وایي تیار دی چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکاري وکړي.

قزاقستاني چارواکو ویلي دا چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي زرګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي نو دوی ورسره د لېږد او ترانزیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د قزاقستاني چارواکو په خبره دوی هم غواړي د بشري مرستو په برخه کې خپله ستره ونډه ادا کړي.

قزاقستان یو له هغه هېوادونو دی چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې او هوا له لارې تګ راتګ اسانه دی.

قزاقستان له شمالي بندرونو سره د رېل پټلۍ له لارې هم وصل دی چې ترانزیت به لا اسانه کړي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د بشري مرستو را ټولولو کنفرانس کې چې جینوا کې جوړ شوی،د هند بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې، هیواد به یې افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان سره باید له کوم شرط پرته سختو شرایطو کې مرسته وشي او دغه مرستې باید په عادلانه توګه افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسول شي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ټولولو کنفرانس کې د جاپان بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هیواد به یې افغانستان سره دوه سوه میلیونه ډالر مرسته وکړي.

نوموړي غوښتنه کړې چې د ا،ا،ا باید نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو ټولولو ناسته کې فرانسې اعلان وکړ چې سل میلیونه یورو به د ملګرو ملتو او نورو خیریه سازمانونو په واک کې ورکړي تر څو یې افغانستان کې ولګوي.

افغانستان سره د بیړنیو بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ناسته کې د جرمني بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان ته نورې مرستې هم په پام کې لري خو سمدستي به پنځه میلیونه یورو مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د شل میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.

ددغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه د یاد سازمان د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې هر څه ژر د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې کړي.

ګوترش زیاته کړې چې دوی له طالبانو هم غواړي چې مرستندویه بنسټونو ته اجازه ورکړي څو اړمنو ته مرستې ورسوي.

‏ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا تامپسن-ګرین فیلډ اعلان کړی چې امریکا به د نويو بشري مرستو په برخه کې افغانستان سره د ۶۴ مېلیون ډالرو مرسته وکړي او په راتلونکي کې به لا ډیرې نور مرستې هم وکړي.

وروستي مطالب