قریشي: پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د تګلارو ناکامي ښیي

قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې افغان رسنۍ د اروپایي ټولنې په دروغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي.

نوموړي د پاکستان له دولتي راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي چې په سیمه کې هم ځینې رسنۍ شته چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی معرفي کړي.

قریشي دغه راز ویلي چې پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي.

هغه څرګنده کړې چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي، بلکې هدف یې افغانستان کې امن او ثبات دی.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان ولس د پاکستان په ارزښت پوهېږي او د دغه هېواد په اړه د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستاني پارلمان غړو ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو خبرداری ورکړی دی.

یو شمېر پاکستاني قانون جوړونکو د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتو رییس ویلي چې ښایي په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو مسئله سخت غبرګون هم ولري، نو پاکستان باید غبرګون ته چمتووالی ولري.

دا ناسته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه جوړه شوې وه پکې د سیمې پر وضعیت خبرې اترې شوې دي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې که چېرته طالبان په زور واک ته ورسېږي نو پوځ به یې څه ونه کړي خو دوی به ورسره خپلې پولې وتړي.