قریشي: پاکستان سولې ته د رسېدو لپاره له خپلواک او ډیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره‌ شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه‌محمود قریشي سره وکتل او د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې وشوې.

خپرپاڼه کې زیاته شوي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د تاجیکستان د دوشنبې ښار په بوستان سرای کې د ولسمشر په استوګنځي کې وشوه، لومړی ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر د روغتیایي وضعیت پوښتنه او نوموړي ته یې د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

وروسته دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې او شاه محمود قریشي ټینګار وکړ چې پاکستان سولې ته د رسېدو لپاره له مطلوب هدف څخه چې هماغه خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده وویل، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ملاتړ کوو.”

ولسمشر غني پر دې لیدنې سربېره د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر «مولود چاووش اوغلو» سره هم ولیدل او پر ځینو مهمو مسایلو سربېره یې په ترکیه د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې او نظریات شریک کړل.

په ورته وخت کې هند وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره د دواړو لورو ترمنځ نرمښت ته اړتیا ده او باید مذاکراتو ته ژمنتیا رامنځ ته شي.

د هغه په وینا د مذاکراتو دواړه لوري باید سولې ته ژمنتیا وښيي او دا دې ثابته کړي چې دوی په رښتینې توګه په افغانستان کې سوله غواړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې د سولې له روان بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي او په دې تمه دی چې په افغانستان او سیمه کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.

وروستي مطالب