قریشي: طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي خو پاکستان به دوی سولې ته وهڅوي

پاکستان وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو له امله دی، نو طالبانو ته په کار ده چې نرمښت وښيي ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي.

د قریشي په وینا، طالبان دې د خپل هېواد د ګټو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل ګډون ته ادامه ورکړي ځکه افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.ع

قریشي دا هم وایي چې طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي خو پاکستان کولی شي دوی د سولې اړوندو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

په ورته وخت کې افغان حکومت یو ځل بیا ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل به د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي.

د کابینې په غونډه کې ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان سره د نړیوالو د همکاریو د ختمېدو په مانا نه ده، بلکې د نړیوالو، امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سولې ملاتړي دي، خو تر څنګ یې پر امنیتي ادارو غږ کړی دی چې د افغان ځواکونو د لا ډېرې پياوړتیا لپاره اقدامات وکړي څو د خپل هېواد مستقلې دفاع ته تیار وي.

د کابینې په غونډه کې همدا راز ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به لویه جرګه رابلل کېږي او په هغه کې به د افغانستان د بېطرفۍ د اعلان غوښتنه کېږي.

وروستي مطالب