قریشي: طالبان به داعش ډله افغانستان کې پرېنږدي

قریشي
قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې طالبان به داعش ډلې ته په افغانستان کې د نفوذ اجازه ورنه کړي.

د پاکستان جیونیوز تلویزیون د خبر له مخې، قریشي دغه راز څرګنده کړې، چې افغان ځواکونه هم له یادې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري او طالبان به هم اجازه ورنه کړي چې داعش وسله وال افغانستان ته ننوځي.

هغه څرګنده کړې چې امن افغانستان د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی او دوی به له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د راتلونکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هیڅ ډله نه شي کولی د دغې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې آلمان کې لسګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی دی.

د راپورونو له مخې لاریون کوونکي په فرانکفورټ ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او ددغه هېواد پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکي وایي پاکستان په افغانستان او ټوله سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او دغه هېواد دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، فشارونه ورباندې ډېر کړي څو په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خپلې ورانۍ ختمې کړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

تر دې وړاندې په برېتانیا، سویډن، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د پاکستان پر ضد لاریونونه کړي وو او ددغه هېواد وروستۍ نیابتي جګړه یې غندلې وه.

About عاقله اسد 938 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله