سپورټ فوټبال

فوټسال: افغان لوبډلي د ازبکستان څخه ماته وخوړه!

ليکنه: صابرحميدي

د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه خپله لومړۍ لوبه پرون چهارشنبه د ازبکستان په وړاندي ترسره کړه، چي د یادي لوبډلي څخه ئې سخته ماته وخوړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي افغانانو په یاده لوبه کي ۶ ګولونه پر ۱ د ازبکستان څخه ماته وخوړه.

دا لوبه د ۲۰۲۰م کال ته د ټاکلو او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان لومړۍ لوبه وه.

افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه نن ماپښين ۲ بجې د تاجکستان په وړاندي او درېیمه لوبه به بیا سبا د جمعې په ورځ پر عیني وخت د نیپال په وړاندي ترسره کړي.

افغان لوبډله په دې سیالیو کي د ازبکستان، تاجکستان او نیپال هیوادونو سره په یوه ګروپ کي شتون لري.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي روزونکي عبدالرزاق ممرک وویل، چي افغان لوبغاړي به د پرونیو لوبو څخه ډېره بې تفاوته لوبه ترسره کړي او پرونۍ ستونزي به نن هواروي.

د ۲۰۲۰م کال انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه د افغانستان په ګډون ۲۳ هیوادونو ګډون کړی.

یاد هیوادونه د آسیا د څلورو زونونو څخه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.