سپورټ فوټبال

فوټبال: کابل د ښځینوو ترمنځ د لوبو اتلولي خپله کړه!

ليکنه: صابر حميدي

د تیري شنبې په ورځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل سوي وې، چي تيره پنجشنبه د کابل ښځینه فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبي ته د کابل سره هرات لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي کابل ـ هرات ته په پایلوبه کي ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.

د کابل لپاره په یاده پایلوبه کي سمیرا د لوبي په ۲۵تمه دقیقه کي ګول ولګاوه.

د کابل او هرات ولایتونو ترڅنګ د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال په دې ټورنمنټ کي بلخ او بامیان ګډون کړی وو.

په دې ټورنمنټ کي لومړي مقام ته یو لک افغانۍ او دوهم مقام ته بیا ۷۵ زره افغانۍ ورکړل سوې او د هغه ترڅنګ د ټورنمنټ غوره لوبغاړې ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ او غوره ګول ساتونکې ته بیا ۴۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل سوې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون کي د ښځینه فوټبالرانو د کمېټې مسئولي ارزو رحیمي د یادو سیالیو د پیل په ورځ وویل، چي د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښځینه وو په برخه کي د لوبو جوړولو ته ژمن دئ او راتلونکي کي به یو بل ټورنمنټ هم کابل کي د ښځو ترمنځ جوړ کړل سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.