سپورټ فوټبال

فوټبال: په لومړي ځل به یو افغان د اروپا په تر ټولو ستر لیګ کي ولوبیږي.

ليکنه: صابرحميدي

ندیم امیري به لومړنی افغان وي، چي د اروپا د اتلانو لیګ(چمپېنزلیګ) په راتلونکي پړاو کي ولوبیږي.

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) راتلونکي ۶۵م پړاو پچه اچونه تېره پنجشنبه د فرانسې په موناکو ښار کي ترسره سوه.

په یاد لیګ کي ۳۲ لوبډلي دي، چي په ۸ ګروپونو وویشل سوې او په هر ګروپ کي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.

دا لوبي د روان ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر میاشتي په ۱۷مه پېلیږي.

ندیم امیري، چي اوس د جرمنۍ لوبډلي بایرن لورکوزن سره یو ځای دئ، ټاکل سوې د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په راتلونکي پړاو کي د قوي لوبډلو په وړاندي ولوبیږي.

تر ټولو مهمه داده، چي یاد افغان به د نړۍ د نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په وړاندي هم ولوبیږي ځکه د چمپېنزلیګ په ترسره سوې پچه اچونه کي بایرن لورکوزن په څلورم ګروپ کي د جیونټوس، اتلاتیک ماډریډ او لوکوموتیو مسکو سره شتون لري.

امیري چي تر دې مخکي د بلي جرمنۍ لوبډلي هوفنهایم سره وو د ۱۱ میلیونه یورو په ارزښت د هوفنهایم څخه جلا او د بایرن لورکوزن سره یوځای سو.

هغه تر ۲۰۲۴م کال پوري د بایرن لورکوزن سره قرارداد لري.

امیري په اصل کي افغانی دئ، مګر هغه د جرمني هیواد د ځوانانو په ملي لوبډله کي لوبیږي.

هغه څو ځله افغان فوټبال ملي لوبډلي ته هم بلل سوی، خو د افغانستان فوټبال فدراسیون بلنه ئې نده منلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.