د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۳مي اونۍ لوبو څخه نن یکشنبه ریال ماډریډ د اوساسونا او بارسلونا بیا د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
د ریال ماډریډ او اوساسونا لوبه د اوساسونا په کورتبوب نن ماښام ۷:۳۰ بجې پیلیږي.
هاخوا بارسلونا او ریال بیټیس بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي.
دا لوبه بیا د ریال بیټیس په کورني لوبغالي کي ترسره کیږي.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي اوس ریال ماډریډ د ۴۹ نمرو په درلودلو سره لومړی، بارسلونا د ۴۶ نمرو په درلودلو سره دوهم، ختافه د ۴۲ نمرو په درلودلو سره درېیم، سویا د ۳۹ نمرو په درلودلو سره څلورم او والینسیا بیا د ۳۷ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.
امریکا:خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي
په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي