ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو یوه میاشت مخکي په کابل کي پیل سوی وو، چي پرون جمعه د طوفان هریرود فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.
د طوفان هریرود سره پرونۍ پایلوبه کي شاهین آسمایي لوبډله مخ سوه، چي طوفان هریرود په یاده پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
پایلوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، چي وروسته ۳۰ دقیقي نوري وخت ورکړل سو او په دې وخت کي حاتم شېردیل د طوفان هریرود لپاره ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله ئې اتلولۍ ته ورسوله.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړی د طوفان هریرو تکړه ګول ساتونکی فیصل حمیدي وټاکل سو.
د شاهین آسمایي لوبډلي ګول ساتونکی کاوش حیدري د سیالیو غوره ګول ساتونکی ونومول سو.
د ټورنمنټ غوره ګولوهونکی بیا د شاهین آسمایي لوبډلي څخه روف قادري وټاکل سو.
په دې پړاونو کي څلور ځلي شاهین آسمايي، درې ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غر بازانو لومړی مقام خپل کړ.
تېر کال هم طوفان هریرود په پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ماته ورکړې وه او دا جام ئې خپل کړی وو.
د فوټبال دا لیګ هر کال د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږی.
نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي
Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ