مارچ 2, 2021

فوټبال: سپین غر بازانو د آباسین څپې ته سخته ماته ورکړه

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تېره سې شنبه پیل سو، چي نن د جمعې په ورځ ئې ۴مه لوبه د سپین غر بازانو او د اباسین څپې ټیمونو ترمنځ ترسره سوه.
په یاده لوبه کي سپین غر بازانو ۴ ګولونه پر ۱ د اباسین څپې ته سخته ماته ورکړه..

لومړی ګول د آباسین څپې وواهه خو وروسته د لوبي په دوهمه نیمایي کي سپین غر بازانو لپاره فرشيد وجودي، عتيق الله سلطاني، نعمان وليزاده او راشد عزيزي ۴ ګولونه ولګول.
عتیق الله سلطاني د سپین غر بازانو لوبډلي څخه د یادي لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.

د دې لیګ پنځمه لوبه راتلونکې چهارشنبه موجهای آمو د طوفان هریرود په وړاندي، شپږمه لوبه راتلونکې پنجشنبه شاهین آسمایي د سپین غر بازانو په وړاندي او اوومه لوبه بیا راتلونکې جمعې ورځ میوند اتلان د سېمرغ البرز په وړاندي ترسره کوي.
په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.
یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ