د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د سیالیو په لړ کي تېره شپه ناوخته د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته سوې، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۰ بارسلونا ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره وینسیوس جینیور د لوبي په ۷۱یمه او ماریانو بیا د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې.
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره سوه.
په یاده لوبه کي دواړو ټیمونو ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه، خو بارسلونا د پخوا په پرتله ښه لوبه نکړه ترسره او برعکس ریال ماډریډ بیا تر پخوانیو لوبو خورا ښه وځلېدل.
د ریال ماډریډ او بارسلونا لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبي ته د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي پخوانی او د جیونټوس کلب اوسنی تکړه او نوموتی فوټبالر کریسټیانو رونالډو نژدې دوه کاله وروسته سانتیاګو برنباوو لوبغالي ته ورغلی وو او لوبه ئې له نژدې وکتله.
ریال ماډریډ په یادي بریا سره د بارسلونا څخه په لالیګا لیګ کي د جدول لومړی ځای ونیوی.
اوس د جدول په لومړي ځای کي ریال ماډریډ د ۵۶ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای او بارسلونا بیا د ۵۵ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.
ریال ماډریډ او بارسلونا هغه دوې نړیوالي لوبډلي دي، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم خورا زیات مینوال لري.
د پاکستان سوپرلیګ د کورونا له امله وځنډول شو
لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه. د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي