سپورټ فوټبال

فوټبال: ریال ماډریډ د بارسلونا څخه د جدول لومړی ځای خپل کړ!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ په لوبو کي تېره شپه ناوخته ریال ماډریډ د ریال والاډولیډ فوټبال لوبډلي سره د ریال والاډولیډ په کورني لوبغالي جوس زریلا کي ولوبېد.

په یاده لوبه کي ریال ماډریډ ۱ ګول پر ۰ ریال والاډولیډ ته ماته ورکړه.

د ریال ماډریډ لپاره په پرونۍ لوبه کي یوازینی ګول ناچو د لوبي په ۷۸یمه دقیقه کي وواهه.

, SPAIN – MARCH 10: (L-R) Joaquin of Real Valladolid, Karim Benzema of Real Madrid during the La Liga Santander match between Real Valladolid v Real Madrid on March 10, 2019 (Photo by David S. Bustamante/Soccrates/Getty Images)

په دې بریا سره ریال ماډریډ لوبډلي د بارسلونا ټيم څخه د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي لومړی ځای ونیوی.

 

تر دې مخکي بارسلونا لوبډلي د یاد جدول په لومړي ځای کي شتون درلود.

بارسلونا لوبډلي بیا وړمه شپه د بلي قوي لوبډلي والینسیا څخه ۲ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه او د جدول لومړي ځای کي ئې ځان ونه ساتی.

د یاد لیګ د نمرو په جدول کي ریال ماډریډ د ۴۶ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، بارسلونا د ۴۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای او سویا بیا د ۳۸ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ