فوټبال: ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ څخه لوبه وګټله!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مۍ اونۍ لوبو څخه تېره شپه ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته سوې، چي ریال ماډریډ د یادي لوبي په لړ کي اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه.
یاده لوبه ریال ماډریډ ۱ ګول پر ۰ د اتلاتیک ماډریډ څخه وګټله.

د ریال ماډریډ لپاره په پرونۍ لوبه کي یوازینی ګول کریم بنزما د لوبي په ۵۶مه دقیقه کي وواهه او خپله لوبډله ئې بریا ته ورسوله.
یاده لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره سوه، چي لیدلو ته ئې په زرګونه نندارچیان راغلي وه او لوبه ئې له نژدې وکتله.
ها خوا بیا د یاد لیګ یوه بله قوي لوبډله بارسولونا نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د لوانتې فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.

دا لوبه بیا د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.
بارسلونا او لوانتې دواړو ننۍ لوبي ته د پوره چمتوالی خبر ورکړی.
ریال ماډریډ د پرونۍ لوبي په ګټلو سره په لالیګا لیګ کي خپلي نمرې ۴۹ ته پورته کړې او د جدول لومړی ځای ئې لا په قوي توګه وساتی.
د دې لیګ د جدول په دوهم ځای کي بارسلونا د ۴۳ نمرو په درلودلو سره شتون لري، خو د جدول په درېیم ځای کي بیا سویا د ۳۸ نمرو په درلودلو سره شتون لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.