سپورټ فوټبال

فوټبال: ریال ماډریډ بایللې لوبه مساوي کړه

ليکنه: صابرحميدي

د اروپا تر ټولو ستر د فوټبال لیګ چمپېنزلیګ دوې اونۍ مخکي پیل سو، چي پرون سې سنبه ماخستن ئې ۸ لوبي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره سوې.

د یادو سیالیو له ډلي ریال ماډریډ فوټبال ټیم د ګلب برګ لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.

په یاده لوبه کي لومړی دوه ګولونه ګلب برګ لپاره ډینیس په ۹مه او ۳۹مه دقیقه می ولګول، چي وروسته لومړۍ نیمایي دوه ګولونه پر ۰ د ګلب برګ په ګټه پای ته ورسېده.

خو ورورسته په دوهمه نیمایي کي د ریال ماډریډ لوبغاړي د لوړ مرال سره میدان ته کښته سول او بایللې لوبه ئې مساوي پای ته ورسوله. دوی هم دوه ګولونه ووهل. د ریال ماډریډ لپاره بیا دا ګولونه سرجیو راموس په ۵۵مه او کاسمیرو په ۸۵یمه دقیقه کي ترسره کړه.

د دې سیالیو په نورو لوبو کي پي ایس جي ۱ ګول پر ۰ ګالاتاسرای ته، بایرن مونیخ ۷ ګولونه پر ۲ تاتنهام ته، کریوینا زیویزډا ۳ ګولونه پر ۱ المپیاکاس ته، شاختار ډنټیسک ۲ ګولونه پر ۱ اتلانتا ته، منچسټر سیټي ۲ ګولونه پر ۰ ډینامو ذګریب ته، جیونټوس ۳ ګولونه پر ۰ بایرن لوارکوزن ته او اتلاتیک ماډریډ بیا ۲ ګولونه پر ۰ لوکموټیو مسکو ته ماته ورکړه.

نن چهارشنبه ماخستن بیا د دې ټورنمنټ په نورو مهمو لوبو کي خنک د ناپولي سره، اسلاویا پراګ د دورتمند سره، لیورپول د سالزبورګ سره، بارسلونا د اینټر میلان سره او لیل بیا د چلسي فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.

لومړنۍ دوې لوبي ماخستن ۹:۲۵ بجې او پاته نوري درې لوبي بیا ماخستن ۱۱:۳۰ بجې پېلیږی.

دا د اروپا د اتلانو لیګ ۶۵م پړوا سیالۍ دي، چي هر کال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره کیږي.

یادي ۳۲ لوبډلي په دوو ګروپو وېشل سوي، چي لومړی په ګروپ کي او بیا وروسته په نورو پړاونو کي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.

د دې سیالیو اتلولي تېر پړاو لیورپول خپله کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.