مارچ 3, 2021

فوټبال: د ښځو ۲۳ کلني لوبډلي د ازبکستان څخه سخته ماته وخوړه.

ليکنه: صابرحميدي
د ښځینه وو ترمنځ د آسیا په مرکزي آسیایي سیالیو کي افغان ۲۳ کلني ښځینه لوبډلي خپله دوهمه لوبه پرون شنبه د ازبکستان ۲۳ کلني ښځینه لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبډلي ۱۰ ګولونه پر ۰ د ازبکستان څخه سخته ماته وخوړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي تر ۲۳ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ په آسیایي سیالیو کي دا د افغانستان دوهمه لوبه وه.

افغان ښځینه ۲۳ کلني ملي لوبډلي په خپله لومړۍ لوبه کي وړمه ورځ ترکمنستان ته ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه.
ټاکل سوې افغان ټیم په یاد ټورنمنټ کي خپله درېیمه لوبه سبا دوشنبه د تاجکستان په وړاندي، څلورمه لوبه راتلونکې سې شنبه د قرغزستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا راتلونکې پنجشنبه د ایران ۲۳ کلي ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون کوربه تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران شتون لري.

د ۲۳ کلنو څخه د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټبال دا مرکزي آسیایي لوبي د تاجکستان په کوربتوب تېره جمعه پیل سوې او ۵ ورځي به دوام وکړي.

د یادو سیالیو د نمرو جدول!