فبروري 27, 2021

فوټبال: د چمپېنزلیګ پچه اچونه ترسره سوه

د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي.
په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو ته لاره پيداکړه.
پارست ژرمېن، ریال ماډریډ، بایرن مونیخ، تاتنهام، منچسټر سیټي، اتلانتا، جیونټوس، اتلاتیک ماډریډ، لیورپول، ناپولي، بارسلونا، دورتمند، لیپزیک، لیون، والینسیا او چلسي هغه ۱۶ لوبډلي دي، چي د اروپا د اتلانو لیګ دوهم پړاو ته ئې لاره پيداکړه.
د یادو ۱۶ لوبډلو ترمنځ پچه اچونه پرون دوشنبه د سویس په نیون ښار کي په یو لړ خاصو مراسمو سره ترسره سوه، چي دورتمند د پاریسټ ژرمېن سره، ریال ماډریډ منچسټر سیټي سره، اتلانتا د والینسیا سره، اتلاتیک ماډریډ د لیورپول سره، چلسي د بایرن مونیخ سره، یوونټوس د لیون سره، تاتنهام د لیپزیک سره او بارسلونا بیا د ناپولي فوټبال لوبډلي سره راووتله.

د دې سیالیو د تګ پړاو لوبي د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په ۱۹مه، ۲۰مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه ترسره کیږي، خو د راتګ پړاو لوبي ئې بیا د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د فیبروري میاشتي په ۸مه، ۹مه، ۱۵مه او ۱۶مه نېټه ترسره کیږي.
ګلب برګ، ګالاتاسرای، المپیاکاس، بیلګراد، شاختار ډونټیسک، ډینامو زګریب، بایرن لوارکوزن، لوک موټیو مسکو، سلز بورګ، خنک، انټر میلان، سلاویا پراګ، بینیفیکا، پیټرزبورګ، آژاکس او لیل بیا هغه ۱۶ لوبډلي دي، چي د روان چمېنزلیګ سه ئې مخه ښه وکړه.
د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي انګلستانۍ لوبډلي لیورپول بلي انګستانۍ لوبډلي تاتنهام ته په ماتي ورکولو سره خپله کړه.