سپورټ فوټبال

فوټبال: د لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د بارسلونا په ماتي پیل سو.

ليکنه: صابرحميدي

د هسپانیا هیواد لالیګ لیګ ۸۹یم پړاو تیره شپه د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو.

د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال ټیمونو ترمنځ دا لوبه د اتلاتیک بلباوو په کوربتوب د لیونل میسي په نه شتون کي ترسره سوه.

هغه څو ورځي مخکي په تمرینونو کي د دوو اونیو لپاره خوږ سو.

دا لوبه اتلاتیک بلباوو ۱ ګول پر ۰ د بارسلونا څخه وګټله.

د اتلاتیک بلباوو لپاره په یاده لوبه کي اډوریز په ۸۹یمه دقیقه کي په زړه پوري ګولوهنه وکړه.

د دې لیګ دوهمه لوبه نن ماښام ۹:۳۰ بجې ریال ماډریډ د سلتاویګو فوټبال لوبډلي په کوربتوب ترسره کوي.

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۹۰ کاله مخکي تاسیس سوی، چي تر ټولو ډېر ریال ماډریډ توانېدلی د دې لیګ اتلولي خپله کړي.

دا لوبډله توانېدلې، چي ۳۳ ځلي په دې ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړي.

بارسلونا ۲۶، اتلاتیک ماډریډ ۱۰، اتلاتیک بلباوو ۸، والینسیا ۶، ریال سویداد ۲ او ډیپورټیو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي په دې لیګ کي ځان اتلولۍ ته رسولی.

تېر ۸۸یم او ۸۷یم پړاونه بارسلونا په پرلپسې ډول خپل کړي.

د فوټبال دا لیګ د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري او د شپې تر ناوخته یادي لوبي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.