ليکنه: صابرحميدي
راتلونکې پنجشنبه ماخستن ۸:۳۰ بجې افغان فوټبال ملي لوبډله د عُمان فوټبال ملي لوبډلي سره لوبیږي، چي یادي لوبي ته افغان لوبډلي پرون دوشنبه عُمان ته سفر وکړ او هلته ئې د ښه چمتوالي په موخه خپل تمرینونه پیل کړل.
د عُمان او افغان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د عُمان هیواد په کوربتوب د دې هیواد په مسقط ښار په السیب فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه ده.
افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپله لومړۍ لوبه کي د قطر هیواد څخه ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
د عُمان په وړاندي لوبي ته افغان فوټبال فدراسیون یوه اونۍ مخکي ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چي پکښي یو شمېر نوو لوبغاړو ته بلنه ورکړل سوې.
افغان فوټبال لوبډله د عُمان په وړاندي لوبي ته د پوره چمتوالي خبر ورکوي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ